«افغانستان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دی»
۱۴۰۲ فروردین ۲۳, چهارشنبهد خوړو نړيوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلې چې افغانستان د تیرو ۲۵ کالو د تر ټولو لوی د قحطۍ د ګواښ سره مخ دی.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې نژدې شل میلیونه افغانان نه پوهیږي چې څه ډول خوړو ته لاسرسۍ پیدا کړي، چې له دوی څخه شپږ میلیونه یې د قحطۍ په لومړي قدم کې دي.
د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د اړمنو کسانو سره د مرستي له پاره په راتلونکي شپږو میاشتو کې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. "نړۍ کې د لوږې کړکیچ، کډوالي به ډېره شي"
یاد سازمان وايي که مرستي پر وخت ونه رسیږي افغانستان کې به بشري ناوړین لا پسي لوی شي.
په دغه راپور کې د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو پر رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ښځینه کارکوونکې د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لوبوي.
د خوړو نړېوال پروګرام: بشري مرستو له پاره بوديجه کمه شوې
یاد سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر نه کار کولو د طالبانو د وروستي حکم د اغیزو ارزونه کوي او ټینګار کوي چې ددوی ادارې د ټولو کارکوونکو حضور ته اړتیا لري.
دغه سازمان ویلي دي چې د یوې حل لارې د موندلو له پاره به هڅه وکړي چې د دې موسسې ښځینه کارکوونکي هم د بشري مرستو په رسولو کې فعاله ونډه واخلي.
ډبلیو اف پي ټینګار کړی چې د خلکو د جدي اړتیاوو له امله به په ټول افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د بیړنیو مرستو رسولو هڅې جاري وساتي.
د خوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.