د حزب اسلامي ۷۵ غړي له پلچرخي زندانه آزاد شول
۱۳۹۶ دی ۲۱, پنجشنبهافغان ولسمشر محمد اشرف غني، په ګلبدین حکمتیار پورې تړلي ۷۵ زندانیان آزاد کړي دي. حکمتیار چې اوږده موده یې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد جګړه وکړه، په ۲۰۱۷م کال کې د سولې د یوه تړون په پایله کې کابل ته راغی او د حکومت پر ضد یې وسلواله جګړه ختمه کړه.
د پلچرخي زندان د رسنیو مسئول شاه میر امیرپور، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه ۷۵ زندانیان د ولسمشر غني د فرمان له مخې د پنجشنبې په ورځ له زندان څخه آزاد شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د حکمتیار د حزب اسلامي ګوند ویاند نادر افغان، وایي چې اوس هم د دې ګوند ۲۲۰۰ غړي د افغانستان په زندانونو کې وخت تیروي.
د سولې د تړون له مخې حکمتیار او پلويانو یې د خپلو پخوانیو کړنو په اړه مصئونیت ترلاسه کړ او په دې ترتیب سره ورته پوره سیاسي حقوق ورکړل شول.
حکمتیار د افغان حکومت لومړی مطرح وسله وال مخالف وو، چې د سولې د بهیر له لارې یې وسله واله جګړه پریښوده. تیر کال ملګرو ملتونو هم د خپل د بندیزونو له نوملړ څخه د حکمتیار نوم پاک کړ.
ولسمشر غني هیله څرګنده کړې ده چې له حکمتیار سره د سولې تړون به د افغان حکومت نور وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای کیدو ته وهڅوي.
APE(M.J/N.Z)
زموږ له آرشیف څخه: