د حافظې له لاسه ورکولو پنځه حيرانونکي دليلونه
۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبهستريس، اضطراب او خفګان
د « Frontiers in Psychiatry» په نوم مجله کې د خپرې شوې څېړنې په حواله مزمن او هغه ستريس چې درملنه یې نه وي شوې، کيدای شي د ژور خفګان باعث وګرځي او د حافظې په ګډون د مغزو پر ځينو فعالیتونو اغيز ولري.
په دې ترتيب د خفګان په څېر د خلق تنګۍ د يوه اختلال درملنه کيدای شي د حافظې د مشکلاتو په ښه والي کې مرسته وکړي.
د خوب مشکلات
د هارورد پوهنتون د طب پونځي د کارپوهانو په خبره د خوب په برخه کې ستونزې لکه بې خوبي، يا د خوب نه وړل او همدا راز د « Sleep apne» يا په خوب کې د تنفسي عمل په ناڅاپي توګه درېدل د حافظې له لاسه ورکولو او ډيمنشيا سره تړاو لرلی شي.
د خوب کمښت د ستړيا باعث ګرځي او په وار وار سره خپله د دې باعث کیږي چې سړی خپله حافظه له لاسه ورکړي. د څېړنو پر اساس Sleep apnea يا په خوب کې د تنفس درېدل پر « Spatial memory» يا ځايي حافظې اغیز اچوي. په دې ډول حافظه کې د شیانو د موقعيت او يا لوري د معلومولو وړتيا شامله ده.
د درملو کارول
د درملو يو شمير ډولونه هم پر حافظه اغیز اچولی شي. له دې جملې څخه د اضطراب او ژور خفګان ضد درمل، انتي هستامينونه، د وينې د فشار درمل، د درد درمل، د کولیسترول يا وينې غوړو د ټيټولو دواوې، د دیابت ضد درمل، د پارکيسنون ناروغۍ دواوې او همدا راز د خوب درمل.
د امريکا متحده ايالاتو د خوړو او درملو سازمان هم همدا راز خبرداری ورکوي چې د کوليسترول د ټيټولو د استاتين په نوم درمل هم ښايي د حافظې له لاسه ورکولو خطر ډېر کړي.
د تغذيه يي موادو کمښت
د کليولينډ د څيړونکو په حواله د ويتامين «بي» د «بي ۱۲» ويتامين کمښت چې د اعصابو طبيعي فعاليت له پاره اړین دي، ښايي د کنګسیت او حتی ډيمنشيا باعث شي. د ډېر سن کسان د ورځې بايد د ۲،۴ مايکرو ګرام په شا او خوا کې ويتامن «بي ۱۲» د لبنياتو، غوښې او يا کب او له نورو لارو ترلاسه کړي.
«پټه مغزي سکته»
د امريکا متحده ایالاتو د زړه سازمان وايي چې د حافظې خفيفې ستونزې ښايي په تدريجي توګه د هغو مغزي سکتو وروسته چې هیڅ د پام وړ علايم یې نه ظاهريږي او په اصلاح پټې وي، وروسته هم راپيدا کيدلی شي.
د مغزو په فعاليت کې دا بدلونو چې کیدای شي معتدل او يا ډېر زيات وي، د عصبي ادراکی نيمګړتيا په نوم ياديږي. ماغزه په ځانګړي توګه د وينې د جريان د کمیدو او يا درېدو په مقابل کې ډېر زيان منونکي دي ځکه د آکسيجن او نورو اړينو غذايي موادو څخه چې ډېر ورته ضروروي دي، محروميږي.
ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله فارسي)