د جي۷ ډلې رهبران پر اسرائيل د ایران پر حملې بحث کوي
۱۴۰۳ فروردین ۲۶, یکشنبهد فرانسې خبري آژانس په حواله، د ايټالیا حکومت ويلي دي چې «د جي۷ ايټالوۍ مشرتابه د جي۷ رهبران نن ماسپښين یو ويډيوي کنفرانس ته رابللي دي.» جي۷ ډله د نړۍ له اوو سترو صنعتي هېوادونو امریکا، جاپان، آلمان، فرانسې، بریتانیا، کاناډا او ايټالیا څخه متشکله ده. ټاکل شوې چې دوی به پر اسرائيل د ایران توغندويزو بریدونو پر موضوع خبرې وکړي.
ایران د شنبې په ورځ ناوخته د لومړي ځل له پاره د اسرائيل پر حریم په مستقیمه توګه پوځي حمله وکړ.
د تېروو نژدې دوو اونیو په جریان کې ايراني چارواکو په کراتو اسرائيل ته د «سزا ورکولو» ګواښونه کړي دي.
دغه ګواښونه د اپريل په لومړۍ د سوریې په پلازمينه دمشق کې د ايران پر قونسلګرۍ تر حملې وروسته کیږي، کومه چې ایران ېې د اسرائيل کار بولي. په دغه حمله کې د قدس ځواکونو د دوو جنرالانو په ګډون د ایران ۷ پوځي چارواکي ووژل شول.
(AFP)mks/aa
له آرشیف څخه: