د جي۲۰ غونډې پایلې ته سر له اوسه ناهيلي
۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعههندوستان د سپتمبر پر نهمه نیټه د جي شلغونډې کوربتوب کوي او دا وخت د نړۍ رهبرانو ته په پلازمينه نوي ډيلي کې د ښه راغلاست په حال کې دی. خو په دغه مهمه غونډه کې د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین، او د چين د ولسمشر شي جين پينګ نه کوي. د دوی نه ګډون به ممکن په اوکراین کې د روانې جګړې په هکله پر یوې ګډې اعلاميې توافق ستونزمن کړي، ځکه چې په هکله ېې اختلافات پراخ دي.
خو چین د جمعې په ورځ وويل چې د غونډې له ټولو اړخونو سره ګډ کار کولو ته لېوالتیا لري او پر دې زور اچوي تر څو جي۲۰ يوه مثبته پايله ولري.
دغه خبره د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې، مائو نینګ، د بریتانیا د صدراعظم، ريشي سوناک، د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې په هغو کې ېې پر بيجنګ تور لګولی وو چې په اوکراین کې د روسيې جګړې په ګډون ګڼو موضوعاتو باندې توافق ځنډوي.
رپوټونه وايي چې سوناک د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۸مه) نوي ډيلي ته رسېدلی دی.
ویاندې نینګ روانه اوونۍ د چين د بهرنيو چارو وزارت پر ويب پاڼه وويل چې د چين له خوا به د دغه هېواد صدراعظم، لي قیانګ، په جي شل غونډه کې ګډون وکړي او د ولسمشر شي جين پینګ، نه ګډون ېې تائيد کړ. رپوټونه وايي چې د روسيې ولسمشر، ولادیمیر پوتین هم په دغه غونډه کې ګډون نه کوي او پر ځای به ېې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير، سرګي لاوروف په کې برخه ولري.
شي له هغه وخته چې په واک کې دی یوازې د جي شل په يوه غونډه کې ګډون نه دی کړی، کومه چې په ۲۰۲۱م کال د کرونا وبا پر مهال په روم کې وه. شي په یاده غونډه کې د ويډيو له لارې ګډون کړی وو.
چين له یوې خوا د اوکراين جګړې په هکله د غوره کړي دريځ له کبله د لويديځ له فشار سره مخ دی او له بل لوري کوربه هېواد هندوستان سره ېې هم اړېکې چندان ښې نه دي چې تر ټولو ستر لامل ېې سرحدي اختلافات دي.
د جي۲۰ په غونډه کې د نړۍ يو شمیر مهم رهبران ګډون کوي، خو د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، کېدای شي له ډلې ېې ځېنې په کې برخه وانخلي.
دغې غونډې ته ځانګړي بلل شوي رهبران دا دي:
د ارجنټاین ولسمشر، آلبرتو فرناندز
د آسترالیا صدراعظم، آنتوني آلبانیزي
د برازیل ولسمشر، لوئيس ايناسیو لولا دا سیلوا
د بریتانیا صدراعظم، ريشي سوناک
د کانادا صدراعظم، جستين ترودو
د فرانسې ولسمشر،امانويل ماکرون
د آلمان صدراعظم، اولاف شولڅ
د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي
د اندونیزیا ولسمشر، جوکو ويدودو
د ايټالیا صدراعظمه، جورجيا ميلوني
د جاپان صدراعظم، فوميو کيشیدا
د سعودي عربستان شهزاده، محمد بن سلمان
د جنوبي افریقا ولسمشر، سیریل رامافوسا
د جنوبي کوریا ولسمشر، یون سوک یول
د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان
د امریکا ولسمشر، جو بایدن
او له اروپايي اتحاديې څخه د اروپايي کمیسيون مشره، اورزولا فون دیر لاین او د دغې اتحادیې د شورا مشر، چارلیس مایکل دي. د مصر، متحده عربي امارات، بنګله دیش، عمان، سینګاپور، هالند او موریشوس مشران هم د ځانګړو دعوت کونکو په ډله کې دي. د نورو بلل شوو کسانو په ډله کې د چينايي، روسيې او امریکايي چارواکو په ګډون د یو شمېر کمو هیوادونو او سازمانو ځينې چارواکي شامل دي.
د اروپايي شورا مشر، چارلیس مایکل، د جمعې په ورځ وويل چې د دې وړاندوينه ډېر سخته ده چې رهبران دې د غونډې په پای کې پر يوې ګډې اعلاميې اجماع ته ورسيږي.
هغه په نوي ډيلي کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل: «موږ لا هم پر مذاکراتو بوخت یو.» مایکل زیاته کړه: «زه نه غواړم داسې څه ووايم چې هغه دې هڅې لا پسي له سختیو سره مخ کړي. موږ د هندوستان له هڅو ملاتړ کوو.»
مایکل وویل چې اروپايي ټولنه هيله لري چې وشي کړی په جي۲۰ کې پر نړېوالو ستونزو لکه د خوراکي موادو او د انرژۍ پر خونديتوب تمرکز وکړي؛ چې په توره بحیره کې د روسيې له خوا د اوکرایني غلجاتو د صادراتو د مخنیوي راهیسې رامنځ ته شوي دي.
هندوستان پر اوکراين د روسيې له پوځي یرغل راهېسې، په دې هکله ېې بېطرفه دريځ اختیار کړی دی. د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکي ته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې. خو زيلنسکي د جي شل په تېره غونډه ته چې په بالي کې وه، د وېډيو له لارې خپله وینا واوروله.
mks/bs/(dw,AFP/Reuters)
له آرشیف څخه انځوریزالبوم (08.07.2017):