د جزا نړېوالې محکمې په افغانستان کې د څېړنو اجازه ورکړې
۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبهد رويترز خبري آژانس په حواله، په دنهاک کې د جزا نړيوالې محکمې په خپله پريکړه کې ويلي دي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنې پرمخ تللی شي ځکه چې کابل «دمګړۍ د هغو ادعا شويو جرمونو په اړه ريښتني څېړنې نه شي ترسره کولی چې د آي سي سي د کار په دایره کې راځي لکه مخکې چې پرې ټينګار کيده.
په تېر اګست مياشت کې يعني واک ته د طالبانو تر رسېدو يو کال وروسته څارنوال کريم خان له قاضيانو غوښتنه کړې وه چې د څېړنو د پرمخ وړلو اجازه ورکړي او په عين حال کې یې خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې جنايتونه دوام لري.
د جزا نړيوالې محکمې ولې د امريکا پر ضد څېړنه ودروله؟
د تېر ۲۰۲۱م کال په سپتمبر مياشت کې خان اعلان کړی وو چې دی غواړي په افغانستان کې د طالبانو او داعش له خوا ادعا شوي جنايي جرمونه وڅيړي.
هغه وويل چې څارنوالان به د افغان امنيتي ځواکونو او امريکايي ځواکونو له خوا د ترسره شويو احتمالي جرمونو څيړنې د لومړيتوب درجه راټيټه کړي.