«د وسلو په توګه د روبوتونو کارول تباهي رامنځ ته کوي»
۱۳۹۶ مرداد ۳۱, سهشنبهمصنوعي زیرکي Artificial Intelligence او روبوټونو پورې اړونده تر سلو ډیرو کمپنیو د یوه لیک په وسیله له «دریم انقلاب» څخه خبردارۍ ورکړی دی. په دغه لیک کې د عنعنوي وسلو په هکله د ملګرو ملتونو کنوانسیون ته خبردارې ورکړل شوی چې له روبوټونو څخه د وسلې په توګه کار اخیستنه، یوه غیر عادي تباهي رامنځته کولی شي.
په لیک کې راغلي دي: «د روبوټونو او مصنوعې زیرکۍ په برخه کې پر مختلفو تخنیکونو کار کیږي او امکان لري له دې څخه د اوتوماتیکو وسلو په توګه کار واخیستل شي. موږ په دې برخه کې دا خپل مسئولیت بولو چې خبردارۍ ورکړو.»
د سپیس ایکس شرکت مشر ایلون مسک، د ګوګل د ډیپ مائنډ د څانګې بنسټ ایښودونکی او د عملي مصنوعي زیرکۍ د څانګې مشر مصطفی سلیمان پر دې لیک د لاسلیک کوونکو په ډله کې شامل دي.
لاسلیک کوونکو له ملګرو ملتونو غوښتي دي چې له دغې ټکنالوژۍ څخه د وسلې په توګه کار اخیستنې د مخنيوي له پاره ډیر زحمت ته اړتیا ده، تر څو د دې له غلطې استفادې څخه عام خلک په حفاظت کې وساتل شي.
دا لومړۍ ځل نه دی چې دې صنعت پورې اړوند شرکت له د وسلې په توګه له روبوټ څخه د کار اخیستنې په هکله خبردارې ورکوي. په ۲۰۱۵ م کال کې سائنس پوهانو او صنعتي ادارو «د اوتوماتیکو وژونکو وسلو سیستم» یا زیرکه روبوټي وسلې «قاتل روبوټونه» بللي وو او د دې پر جوړولو یې اندېښنه ښودلې وه.
مشهور سائنس پوه سټیفن هاپکینز مصنوعي زیرکي «تر ټولو بده تیروتنه بللې وه» په داسې حال کې چې مسک، دا د انسانیت د بقا له پاره «لوی خطر» بللی وو.
د یکشنبې په ورځ په خپاره شوې دغه سرخلاصي لیک کې ویل شوي دي: «دا کیدای شي د وحشت وسله شي، کوم چې ترهګر یې د عام خلکو پر ضد استعمالولی شي او د دې په هک کولو (قفل ماتولو) سره کیدای شي ترې ناوړه استفاده هم وشي.»