«د تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ هم تړل شوې»
۱۴۰۳ فروردین ۲۸, سهشنبهپه پرله پسې ډول د تورخم سرحدي پولې تر تړل کیدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت موافقه کړې وه چې بې ویزې ناروغان هم کولی شي د درملنې له پاره پاکستان ته لاړ شي.
خو نن د سه شنبې په ورځ په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو اعلان وکړ چې پاکستان یو وار بیا دغه سرحدي دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ هم تړلې ده.
په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر وایي چې پاکستان دغه محدویدت د دوشنبې په ماښام وضع کړی دی.
د دې ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي چې پاکستان ویلي دي چې وروسته له دې هیڅ څوک بې له پاسپورت او ویزې څخه نه شي کولی د پاکستان خاورې ته ننوځي.
نوموړی زیاتوي: «هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ ناروغانو د هغه کمیسیون له خوا چې په ننګرهار کې د همدې موخې له پاره ایجاد شوی دی د یوه لیک له ترلاسه کولو وروسته اجازه درلودله چې د تورخم دروازې له لارې پاکستان ته واوړي.»
د تورخم دروازه تیر میاشت هم د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، خو موافقه شوې وه چې ناروغان، په ځانګړي توګه په سرطان اخته کسان کولی شي بې له ویزې او پاسپورت څخه د درملنې له پاره پاکستان ته لاړ شي.
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تیرو وختونو کې یې تل ټینګار کړی دی چې د نوو قوانینو پر اساس، ټول هغه کسان چې د سرحد له لارې تګ راتګ کوي باید پاسپورت او ویزه ولري.
په افغانستان کې د روغتیایي امکاناتو نشتوالی د دې سبب شوی دی چې په زرونو ناروغان د درملنې له پاره ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته لاړ شي. خو د پاسپورت او ویزې ترلاسه کول یوه ستونزمنه پروسه ده چې ډیر وخت نیسي.
د تورخم سرحدي دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له کبله په وار وار تړل شوې ده او په ځینو مواردو کې خو د پاکستان د سرحدي سرتیرو او طالبانو د ادارې ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې هم شوي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز