د تورخم دروازه بيرته پرانيستل شوه
۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبهپه ننگرهار کې د دويچه ويله ځايي خبريال وايي چې اوس مهال تورخم دواړو غاړو ته د ولسي وګړیو اوږده کتارونه دي، چې له ختمېدو سره به یې بار وړونکې موټر هم پرېښودل شي.
تر مخکي د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، د دغې دروازې د تړلو لامل امنیتي دلایل یاد کړی وو، خو داسې ګنګوسې وې چې پاکستان په افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د لاریونونو او د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې دا کار کړی دی.
پاکستان ته د تلو په نیت له کوره راوتلي رحیم الله، د تلیفون پر لیکه دویچه ویله ته وویل چې سهار وخته تورخم ته تللی خو د دروازې د تړل کېدو له امله د ورځې تر دولسو بجو پورې هلته ولاړ او د دروازې خلاصون ته یې انتظار دی.
هغه روښانه کړه ډېر نور مسافر د دروازې دواړو غاړو ته په ستونزو کې دي او هیله لري چې دروازه ژر تر ژره خلاصه شي.
پاکستاني چارواکي ډېر وخت د ځینو سیاسي ناندریو او د امنیتي حالت ترینګلتیا له کبله د تورخم دروازه تړي، چې له امله یې ولسي وګړو، سوداګرو او مسافرو ته د ستونزو جوړېدو تر څنګ اقتصادي زیانونه هم اوړي.
لا تر اوسه پورې د پاکستان له خوا په دې اړه کوم رسمي نظر نه دی ورکړل شوی؛ خو د ننګرهار چارواکي وايي چې په تورخم کې له پاکستانیو چارواکو سره په خبرو بوخت دي.
اميد ديدار