د تهران په نجونو او هلکانو کې یو نوې ورزش دود شوې
د دوو ونو، دوو غرونو یا دوو ودانیو تر منځ د رسۍ یا پړي پر سر د بدن تعادل ساتلو ورزش ته سلک لاین وایې. د نړیوالو خبري آژانسونو له خوا په دې وروستیو کې په ایران کې د سلک لاین د لوبغاړو انځورونه ووینئ.
سلک لاین یو نوې ورزش دی چې اوس یې په ایران کې مینه وال زیات شوې دي.
په دې انځور کې سمانه حسن زاده لیدل کیږي چې د سلک لاین لوبه کوي. د حسن زداده خور او روزنکی هم د هغې دواړو خوا ته ولاړ دي.
د دوو نقطو تر منځ د رسې پر مخ د قدم وهلو هنر، د بدن تعادل ساتل او تمرکز ته سلک لاین وایې.
سلک لاین په ایران کې
دوه نقطې چې رسۍ پرې تړل کیږي، کیدای شي په هرځای کې وي، د بیلگې په توگه د دوو ونو، د دوو لوړو ودانیو، د دوو غرونو او داسې نورو......... تر منځ.
په لوړو ارتفاعاتو کې د بدن د تعادل ساتلو په خاطر د رسۍ تړلو او کلکولو لپاره مناسب تخنیکي امکاناتو او کافي معلوماتو ته اړتیا لیدل کیږي.
د سلک لاین یا د رسۍ پر سر حرکت کولو ورزش په ایران کې
حامد حیدري د تهران په شمال غرونو کې د سلک لاین لوبه کوي.
تفریح، پر خپل بدن تسلط، د تعادل د ساتلو د توانمندې لوړول او نورې ورزشي برخې،که هدف هر څه وي خو سلک لاین یو حیرانونکې ورزش دی.
یوه زړه بريښونکې او خطرناکه لوبه. خو دې لوبې ته یواحې زړور خلک په کار دي
یو شمیر ځوانان د سلک لاین ورزش یا لوبې له پاره د تهران د شمال غرونو ته ورزي.
دا چې دغه ورزش په لوړو ارتفاعاتو کې ترسره کیږي ورزشکار باید له اړونده وسایلو څخه د استفادې په هکله پوره معلومات ولري.
سلک لاین ورزش انسان ته په ځان ډاډه توب ور په برخه کوي
د دغه ورزش تر ټولو عادي ډول د دوو ونو تر منځ د رسۍ یا پړي تړل دي، خو باید په پام ونیول شې چې رسۍ په سم ډول کلک تړل شوې او که څنگه؟
د سلک لاین لوبې یو بل انځور په ایران کې
پر یوې رسۍ د بدن توازن ساتل آسانه کار نه دی.