د تهران په نجونو او هلکانو کې یو نوې ورزش دود شوې
د دوو ونو، دوو غرونو یا دوو ودانیو تر منځ د رسۍ یا پړي پر سر د بدن تعادل ساتلو ورزش ته سلک لاین وایې. د نړیوالو خبري آژانسونو له خوا په دې وروستیو کې د سلک لاین د لوبغاړو انځورونه ووینئ.
سلک لاین یو نوې ورزش دی چې اوس یې په ایران کې میه وال زیات شوې دي.
په دې انځور کې سمانه حسن زاده لیدل کیږي چې د سلک لاین لوبه کوي. د حسن زداه خور او روزنکی هم د هغې دواړو خوا ته ولاړ دي.
د دوو نقطو تر منځ د رسې پر مخ د قدم وهلو هنر، د بدن تعادل ساتل او تمرکز ته سلیک لاین وایې.
سلک لاین په ایران کې
دوه نقطې چې رسۍ پرې تړل کیږي، کیدای شي په هرځای کې وي، د بیلگې په توگه د دوو ونو، د دوو لوړو ودانیو، د دوو غرونو او داسې نورو......... تر منځ.
په لوړو ارتفاعاتو کې د بدن د تعادل ساتلو په خاطر د رسۍ تړلو او کلکولو لپاره مناسب تخنیکي امکاناتو او کافي معلوماتو ته اړتیا لیدل کیږي.
د سلک لاین یا د رسۍ پر سر حرکت کولو ورزش په ایران کې
حامد حیدري د تهران په شمال غرونو کې د سلک لاین لوبه کوي.
تفریح، پر خپل بدن تسلط، د تعادل د ساتلو د توانمندې لوړول او نورې ورزشي برخې،که هدف هر څه وي خو سلک لاین یو حیرانونکې ورزش دی.
یوه زړه راښکونکې او خطرناکه لوبه
یو شمیر ځوانان د سلک لاین ورزش یا لوبې له پاره د تهران د شمال غرونو ته ورزي.
دا چې دغه ورزش په لوړو ارتفاعاتو کې ترسره کیږي ورزشکار باید له اړونده وسایلو څخه د استفادې په هکله پوره معلومات ولري.
له خطر سره لوبې
د دغه ورزش تر ټولو عادي ډول د دوو ونو تر منځ د رسۍ یا پړي تړل دي، خو باید په پام ونیول شې چې رسۍ په سم ډول کلک تړل شوې او که څنگه؟
د سلک لاین لوبه په ایران کې
پر یوې رسۍ د بدن توازن ساتل آسانه کار نه دی.