د ترکیې پارلمان کې د کوکاکولا او نېسلې د بایکاټ پریکړه
۱۴۰۲ آبان ۱۷, چهارشنبهد رویټرز خبري آژانس د یوې دولتي اعلامیې او سرچینو په حواله ویلي چې د ترکیې د پارلمان په احاطه کې دننه ټولو ریسټورانټونو او قهوه خانو کې د کوکاکولا او نېسلې د محصولاتو پر پلورلو بندیز لګول شوی دی. خو دغه محصولات بیا د ترکیې په نورو برخو کې په عادي ډول ترلاسه کیدلی شي.
د ترکیې د پارلمان له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي «دا پریکړه شوې ده چې د ټولو هغو کمپنیو محصولات به چې د اسرائیل ملاتړ کوي د پارلمان په احاطه کې موجودو رسټورانټونو، کافې ګانو او قهوه خانو کې نه پلورل کیږي.»
د پارلمان مشر نعمان کرتلمس ويلي چې دا پریکړه د «اسرائیل ملاتړ کوونکو دغو کمپنیو پر ضد د ولس د شدیدې نارضایتۍ» په پام کې نیولو سره شوې ده.
په ډیر لوړ شمیر کې د ترکیې خلک او کاروونکي په ټولنیزو رسنیو کې د اسرائیلي توکو او لویدیځو کمپنیو د بایکاټولو غوښتنه کوي، کوم چې پرغزې د اسرائیلود برید ملاتړ کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص