د ترکیې د اسکي شهیر ښار د چهارشنبې بازار
د انځورونو په دې البم کې د ترکیې د اسکي شهیر ښار یو بازار ښوول کيږي. دغه انځورونه ورقا جمالرضا د دويچه ويله فارسي څانگي ته «د محلي بازارونو د معرفي کولو» سیالۍ ته رااستولي دي.
اسکی شهیر (Eskişehir) د «زوړ ښار» په معنی دی. دغه ښار د دوو سترو ښارونو استانبول او انقرې تر منځ پروت دی، چې ښه ستراتيژیک او اقتصادي موقعیت لري.
بېل بیل ډول زیتون او د زیتون غوړي
د اسکي شهیر د بازار یوه څنډه
ورځني بازارونه د مستقیمې عرضې او مناسبې بیې له کبله د دغه ښار د اوسیدونکو تر منځ زیات محبوبیت لري.
دغه ښار د ترکیې یو له هغو سیمو څخه دی چې ډیر شمیر مهاجر پکښې ژوند کوي.
په دغه بازار کې کدو پوره، او یا هم ټوټه شوی چې پوست یې لیرې شوی وي خرڅیږي.
په دغه بازار کې بیلا بیل ډول خوارکي مواد خرڅلاو ته وړاندې کیږي.
مرغۍ هم په خپل وار سره له دغه بازاره خپله برخه وړي.
په ترکیه کې شاه بلوط ډیر پلورل کیږي.
په بازار کې بیلا بیل ډول سینگار توکي
دغه بازار د ترکیې په اسکي شهیر، ښار کې یو له مهمو بازارونو څخه دی.
د سوریې، عراق، ایران، افغانستان مهاجر هم د دغه ورځنیو بازارونو له مینه والو څخه دي.
په اسکي شهیر ښار کې دغه بازار د هرې چهارشنبې په ورځ وي.