د مارچ اتمې مظاهرو باندې د ترکيې د پوليسو حمله
۱۳۹۷ اسفند ۱۸, شنبهد ترکيې دولت په مخکنيو کلونو کې د مارچ اتمې په مناسبت د ښځو د سوليزو مظاهرو او اعتراضونو ممانعت نه وو کړی خو دا ځل يې پر اوښکې بهيونکي ګاز او تاوتريخجنو حملو ځواب ورکړ. د استانبول پوليسو د مارچ په ۸مه، په دغه ښار کې د ښځو د غوندې مخنيوې وکړ.
د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی چې پوليسو نه يوازې د مظاهره کونکو ښځو د ګډوډولو په موخه له اوښکې بهيونکي ګاز څخه کار اخيستلی، بلکه ښځې يې د سپيو پر حملو هم ګواښلې دي.
ويل شوي دي چې ډيريو ښځو د پوليسو تر حملې وروسته اړ شوې چې د خپلواکۍ واټ له لارې د خپلواکۍ ميدان پر لور وتښتي. په دې اړه په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شوو ويډيوګانو کې لیدل کيږي چې پوليس د مظاهرې پر ګډونوالو پلاستيکي ګولۍ اوروي.
په استانبول کې د مارچ اتمې په مناسبت د جوړې شوې غونډې ګډونوالو تمه نه لرله چې پوليس دې پر هغوې حمله وکړي. د ترکيې دولت په تيرو کلونو کې د ښځو له خوا د ښځو د حقونو ته د لاسرسي او د نارينه وو د تاوتريخوالو پر وړاندې د هغوي اعتراضونو پر وړاندې چوپتيا غوره کړې او عملا يې د دا شان غونډو مخنيوی نه دی کړی.
حتی د ۲۰۱۶م کال د جولای مياشتې له ناکامې کودتا وروسته هم د ترکيې پوليسو د مارچ اتمې په مناسبت د ښځو د مظاهرو ممانعت نه وو کړی.
تر اوسه په ترکيې کې دود داسې وو چې د مارچ اتمې مظاهره کونکي به په دغې ورځ د خپلواکۍ په ميدان کې سره راټوليدل او بیا به يې له هغه ځایه د استانبول ښار په خپلواکۍ واټ کې خپلو مظاهرو ته ادامه ورکوله.
خو دا ځل ترکيي چارواکو د ښځو د مظاهرو له پيل څخه لږ د مخه، د خپلواکۍ په واټ کې د مظاهرو ترسره کول ممنوع اعلان کړي ول.
خو سربيره پر دې په زرونو ښځو په استانبول کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د نارينه وو د تاوتريخوالو پر ضد واټ ته راغلي او مظاهرې يې ترسره کړې. د مظاهره کونکو له ډلې يوې ښځې وويل: «دا يو داسې سیستم او دولت دی چې له موږ څخه بيريږي.»