د ترکيې له پوځ او پوليسو ۱۵زره ځواکونه ايستل سوي
۱۳۹۵ آذر ۲, سهشنبهپه ترکيه کي تر ناکامه کودتا څلور مياشتي وروسته هم د اردوغان حکومت د مخالفانو نيولو او د دولتي کارماندانو له دندو گوښه کولو ته دوام ورکړی دئ.
د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي د ترکيې حکومت د سه شنبې په ورځ هم له پوځ، پوليسو او دولتي ادارو څخه نژدې ۱۵۰۰۰ کسان له دندو گوښه کړي دي.
د راپورونو له مخي له دندو څخه د دغو کسانو گوښه کول هم له ناکامي کودتا سره تړاو لري. په ترکيه کي تر ناکامي کودتا وروسته تر اوسه پوري ۱۱۰ زره دولتي کارکوونکي له دندو گوښه سوي او په زرونو نور نيول سوي دي.
هغه څوک چي اخراج سوي یا نيول سوي دي له فتح الله جنبش سره په همکارۍ تورن سوي دي. دغه جنش د ترکيې اپوزيسيون بلل کيږي چي مشر ئې گولن په تبعيد کي ژوند کوي.
اردوغان پر گولن تور لگولی دئ چي په ترکيه کي کودتا هغه پلان کړې وه، خو هغه چي په امریکا کي ژوند کوي، دغه تورونه ردوي.
په ترکيه کي تر ناکامي کودتا وروسته حکومت پر رسنيو باندي هم فشار راوړی او ځيني ئې تړلي او مشران ئې بنديان کړي دي.
نور مطالب: