د ترمپ وزيران څوک دي؟
د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ تقريباً ټولو وزارتونو او مهمو پستونو ته کانديدان معرفي کړي دي. د دوی ډېری سپين پوستان او شتمن دي. د ترمپ د حکومت ملگري په انځورونو کي:
د امريکا راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ اوس تقريباً د ټولو وزارتونو او مهمو پستونو له پاره کانديدان معرفي کړي دي. که لنډ وويل سي، نو هغه اکثره سپين پوستان، شتمن او غيرسياسي خلک دي.
مايک پنس (Mike Pence) د جمهور رئيس مرستيال معرفي سوی دئ. هغه د ترمپ د ټيم يو له محدودو کسانو څخه دئ، چي سياسي تجربه لري. پنس ۱۲کاله د مجلس استازی وو او له ۲۰۱۳م کال راهيسي د اينديانا ايالت والي دئ.
رکس تيلرسون (Rex Tillerson) بهرنيو چارو وزارت ته کانديد دی او ديپلوماتيکه تجربه نه لري. د اکسون موبيل نفتي کنسرن د مديره هيئت دغه ۶۴کلن غړی له روسيې سره ښې اړيکي لري او پوتن هغه ته د «دوستی مډال» ورکړی دئ.
جف سشنز (Jeff Sessions) عدليې وزارت ته کانديد دئ. د آلاباما ايالت دغه سناتور په ۱۹۴۶م کال کي زېږېدلی دئ. هغه د مهاجرت د کنترول غوښتونکی دئ. ۳۰ کاله دمخه پر هغه باندي د نژادپالني تور د دې سبب سو چي د فدرالي قاضي مقام ته و نه رسېد.
جميز متيس (James Mattis) دفاع وزارت ته کانديد دئ. د سمندري ځواکونه دغه متقاعد جنرال په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی دئ. هغه چي د «ليوني سپي» په مستعار نوم پېژندل سوی، له ۲۰۱۰م تر ۲۰۱۳م کاله پوري د امريکا پوځ د مرکزي قوماندۍ قوماندان وو. د دفاع وزارت ته د هغه انتخاب د سنا مجلس په لاس کي دی، ځکه پر يوه پست باندي ۷ کاله د متقاعد جنرال د مقررۍ اجازه نه سته.
جان کلي (John Kelly) د کورني امنيت ادارې ته کانديد سوی دئ. هغه په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی او د امريکا د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال دئ. د هغه يو زوی د افغانستان په جنگ کي وژل سوی دئ او خپله هم د «جنوب قوماندانۍ» عمومي قوماندان وو.
بن کارسون (Ben Carson) چي د مغز او اعصابو متقاعد جراح دئ، د ښار جوړولو وزارت ته کاندي دئ. هغه په گوندي انتخاباتو کي د ترمپ سيال وو. د هغه محافظه کاره ليدلوري ځان ته توجو جلب کړې ده.
بتسي ديواس (Betsy Devos) د زده کړو وزارت ته کانديده ده. هغه د زده کړو سيستم د خصوصي کولو پلوۍ ده. بتسي، چي د ميلياردر ريچارد ديواس له زوی «ديک» سره واده کړی، څو کاله په ميشيگان ايالت کي د جمهوري غوښتونکو گوند مشره وه او هر کال ئې له دغه گوند سره ډېري مالي مرستي کولې.
۷۹کلن ويلبر راس (Wilbur Ross) چي خپله هم بانک لري، اقتصاد وزارت ته کانديد دئ. دغه ميلياردر د فولادو او ډبرو سکرو هغه شرکتونه رانيولي دي چي له ډېوالي کېدو سره مخامخ ول. هغه چي په انتخاباتو کي د ترمپ ملاتړ کاوه، ټينگار ئې کاوه چي «امريکا يوه نوي پلان ته اړتيا لري».
ستيون منوچين (Steven Mnuchin) د خزانې وزارت ته کانديد دئ. هغه په ۱۹۶۲م کال کي زېږدلی او د ترمپ ټيم تر ټولو ځوان غړی دئ. د هغه پلار بانک لري او پخپله هم د ونډو په بازار کي په ميليونونو ډالره پانگونه کړې ده. هغه د هاليود فيلمونو په جوړولو کي هم پانگونه کوي.
اندي پوزدر (Andy puzder) چي د کار وزارت ته کاندي دئ، په ۱۹۵۰م کال کي زېږېدلی دئ. هغه په ټوله نړۍ کي د چټو خوړو رسولو رستورانتونو اجرائيه رئيس دئ.
ايلين چائو (Elaine Chao) تايوانۍ هډه امريکايي سياستواله ده چي د ترانسپورت وزارت ته کانديده سوې ده. هغه چي په ۱۹۵۳م کال کي زېږېدلې ده، د جورج بوش د واکمنۍ پرمهال د کار وزارت وزيره وه.
تام پرايس (Tom Price) د روغتيا وزارت ته کانديد دی. د هډوکو دغه ډاکتر د جورجيا ايالت په شپږمه حوزه کي د جمهوري غوښتونکو استازی وو. هغه په ۲۰۱۲م کال د امریکا د استازو مجلس ته ولاړ او له يوه کال راهيسي د بوديجې کمېسيون مشرتوب پرغاړه لري.
نيکي هيلي (Nikki Haley) د ترمپ د ټيم تر ټولو ځوانه غړې ده. هغه چي په ۱۹۷۲م کال زېږېدلې ده، پتېيل سوې ده چي په ملگرو ملتونو کي به د امريکا سفيره سي. هغه له ۲۰۱۱م کال راهيسي د جنوبي کارولينای ايالت والۍ ده. د هغې مور او پلار د هند د پنجاب ايالت مهاجر ول.
رينس پريبس (Reince Priebus) هم په ۱۹۷۲م کال کي زېږېدلی. دغه يونانی هډه امريکايي سياستوال او وکيل به د سپيني ماڼۍ د تشکيلاتو رئيس وي. هغه اوس د جمهوري غوښتونکو گوند د ملي کمېټې مشر دئ.
مايک پمپئو (Mike Pompeo) د سي آی اې سازمان مشرتوب ته نومول سوی دئ. پمپئو چي په ۱۹۶۳م کال کي زېږېدلی دئ، د استازو په مجلس کي د کانزاس ايالت استازی دی. هغه د گوانتانامو زندان د تړلو مخالف دئ.
مايک فلين (Mike Flynn) د دونالد ترمپ د ملي امنيت سلاکارۍ ته نومول سوی دئ. د امريکا د مځکنيو ځواکونو دغه متقاعد ډگرجنرال په ۱۹۵۸م کال کي زېږېدلی دئ. هغه «اسلام سرطان بللی دی.» په انځور کي له هغه سره زوی هم ښکاري.
سکات پرويت (Scott Pruitt) د چاپيريال ساتني ادارې مشرتوب ته نومول سوی دئ. هغه په ۱۹۶۸م کال کي زېږېدلی دئ. پرويت له اوکلاهاما ايالت څخه د اوباما پر هغه پلان نيوکه کوله چي د پاکي انرژۍ په برخه کي ئې لاره.