د ترمپ له خوا بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې پیژندلو په توګه په هرات کې اعتراضونه
په هرات کې د ترمپ د هغي پریکړي پر ضد چې بیت المدس (یروشلم) یې د اسرائیل د پلازمېني په توګه په رسمیت پیژندلی، په لسونو کسانو لاریون وکړ. عکاس او لیکوال: شعیب تنها شکران
مظاهره کوونکو د هرات ښار په سینما چوک سیمه کې د جمعې د لمانځه تر ادا کولو راغونډ شول. هغوی «مرګ پر امریکا»، «مرګ په اسرائیل» او نورو شعارونو په ورکولو سره د متحده ایالاتو د ولسمشر ترمپ وروستۍ پریکړه وغندله.
د دغه لاریون کوونکو څخه یوه تن عبدالقدیر صالحي، وویل: «قدس د مسلمانانو د عقایدو له جملې څخه دی. د ولسمشر د امریکا دا پریکړه چې بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه وپیژني، نړۍ به له اور سره مخامخ کړي او موږ به په دې برخه کې ساکت پاتې نه شو.»
د دغه مظاهرې له جوړونکو څخه یوه تن مولوي عبدالفتاح وویل چې د دغه احتجاج موخه د ترمپ له لوري د ورستۍ پریکړې غندل دي چې بیت المقدس یې د اسرائیل د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژند.
د هرات د جمعې ورځې احتجاجي مظاهرې په سوله ایز ډول پای ته ورسیدې او امنیتي ځواکونو نظم ساتلی وو.
مظاهره کوونکو په یوه څو ماده یي اعلامیه کې د امریکا متحده ایالاتو له حکومت څخه وغوښتل چې پر خپله دغه پریکړه له سره غور وکړي.
دغه لاریونونه د «جمعیت اصلاح» له لوري تنظیم شوي وو.
مظاهره کوونکي د جمعې د لمانځه تر ادا کولو وروسته د ښار له څلورو خواو څخه راټول شول او د ښار په زړه کې یې خپله احتجاجي غونډه وکړه.
احتجاج کوونکو خبرداری ورکړ که چیرې د متحده ایالاتو حکومت پر خپله دغه پریکړه له سره غور و نه کړي، نو احتجاج به یې ادامه ومومي.
د دغه لاریون مسوولینو د ګډونوالو شمیر پنځه زره تنه یاد کړ، خو داسې نه بریښیده چې د لاریون کوونکو واقعي شمیر دې دومره وي.
په هرات کې د جمعې ورځې مظاهره تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شوه.