1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ انتخاباتي شکايتونو ته څوک غوږ نه نيسي

۱۳۹۹ آذر ۲, یکشنبه

دونالد ترمپ‌ اصلا غوښتل چې په ميليونو رايې دې د ګويا «سختو انتخاباتي درغليو» له کبله باطلې اعلان شي.‌ خو اوس هغه له حقوقي‌ ماتې سره هم مخامخ دی. ‌په ميشيګان کې يې حتی جمهوري پال ملګري هم ورته شا ګرځوي.

https://p.dw.com/p/3lfao
USA I Donald Trump nach der Präsidentschaftswahl
انځور: RS/MPI/Capital Pictures/picture alliance

د متحده آیالاتو په پنسلوانيا آيالت کې يوې فدرالي محکمې برحاله ولسمشر ترمپ ته د ټاکنيزو پايلو په وړاندې په مبارزه کې يوه بله ماته هم ورکړې ده. قاضي ماتيو بران خپله پرېکړه داسې توجيه کړه چې د ترمپ وکيلانو کوم ثبوتونه وړاندې کړي نه دي. ترمپ او جمهوري غوښتونکي متحدينو يې په ميشيګان، جورجيا او نيوادا آيالتونو کې هم د حقوقي‌ تدابيرو په برخه کې ماتې خوړلې دي.

د قاضي په خبره د ترمپ‌ استدلال ډېر ضعيف دی

د ترمپ له خوا غوښتل شوی داسې يو بېړنی اقدام چې له مخې يې بايد د پنسلوانيا د انتخاباتي‌ پايلو د تصديق مخه نيول شوې وای، په دې ډول رد شو. د ترمپ‌ د حقوقي دعوې هدف دا وو چې د خط يا ليک په واسطه لېږل شوې په ميليونو رايې دې باطلې اعلان کړل شي.‌ خو اړونده مسئول قاضي‌ ليکلي‌ دي چې ورته وړاندې شوي دلايل او شواهد حتی کفايت نه کوي چې «د يوه رايه ورکوونکي رايه هم» باطله اعلان کړل شي.‌ د هغه په خبره «زموږ ولس، زموږ قوانين او بنسټونه زيات څه غواړي.»

ترمپ‌ د جورجيا د رايو بيا شمېرنه غواړي

په جورجيا آيالت کې د بايدن جوخته بريا هم اوس په رسمي توګه تائيد شوې ده. بايدن د دغه آيالت ټولې ۱۶ الکترال رايې وګټلې، خو هغه يوازې ۱۲۶۷۰ رايې له ترمپ‌ څخه مخکې وو. د جوختې سيالۍ له کبله دغه آيالت د ټاکنو بيا شمېرنه تر سره کړې وه. له دې لارې د بايدن رايې يو څه راکمې شوې وې ځکه چې تر مخه نوموړي د ترمپ په پرتله ۱۴۰۰۰ زياتې رايې لرلې وې. په دې ترڅ کې ترمپ د خپلو کيلانو په مرسته د رايو د پاڼو د بيا شمېرنې عريضه کړې ده. خو د بريا چانس يې ښايي لږ وي. سپينې ماڼۍ ته د ترمپ له خوا وربلل شويو د ميشيګان جمهوري پالو استازو او سناتورانو له هغه سره تر کتنې وروسته له دې سره مخالفت ښکاره کړ چې د ټاکنو پايلې دې د حقوقي لارې بدل کړای شي. د جمهوري غوښتونکي ګوند ډېرو استازو وويل چې تر اوسه پورې داسې معلومات په اختيار کې نه لري چې له مخې يې د متحده آيالاتو د ولسمشريزو انتخاباتو پايلې تغيير خوړلی شي.

آ./ن.ص./ا.ا.