«د بشري حقونو شورا ځانګړی رپوټ ورکوونکی پنجشیر ته تللی»
۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبهځايي رسنیو خبر ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی رپوټ ورکوونکی ریچارډ بېنټ، پنجشېر ولایت ته د بشري وضعیت ارزولو په موخه تللی دی.
په دې وروستیو کې تورونه دي چې طالبانو په پنجشېر ولایت کې بشري سرغړونې کړي.
همدا روانه اکتوبر میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما څېړنیزې ډلې هم پنجشېر ته تللي وې.
په طالبانو تور دی چې په پنجشېر کې یې د مقاومت جبهې په تور عام خلک نېولې، شکنجه او ان وژلي دي، خو طالبان تل دغسې تورونه ردوي.
دغه راز، طالبان د مقاومت جبهې د بندیانو په وژلو او شکنجه کولو هم تورن دي.
اړوند مطالب:په پنجشير او اندراب کې څه تیريږي؟
رپوټ زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي رپوټ ورکوونکي د پنجشېر له پاره د طالبانو د حکومت والي او نورو ځايي چارواکو سره د همدغو تورونو په تړاو خبرې کړي.
د پنجشیر د جګړې په هکله د طالبانو او مقاومت جبهې ضد او نقیض ادعاوې