د بشري حقونو د څار سازمان چين د مسجدونو په نړولو تورنوي
۱۴۰۲ آذر ۱, چهارشنبهد بشري حقونو د څار سازمان (هیومن راېټس واچ) د چين په تړاو په خپل تازه رپوټ کې ويلي دي چې حکومت د چين په مسلمان ميشته سيمه کې مسجدونه تړي او يا یې د ودانۍ په ړنګولو سره هلته په چين کې د مروج ډول ودانۍ جوړوي.
دې سازمان تور لګولی دی چې د چارواکو له خوا دا په اصطلاح عمليات په چين کې د اسلامي دودونو د مخنيوي يوه «منظمه هڅه» ده.
په چين کې کابو شل میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې زياتره د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې ميشت دي چې په هغه کې د سينکيانګ، ګانسو او ننګزيا سيمې شاملې دي.
په رسمي ټوګه چين ځان يو سيکيولر دولت بولي خو وايي چې مذهبۍ آزادۍ ته بشپړه اجازه ورکوي.
خو ځيني څارونکي په دې آند دي چې په دې وروستیو کلونو کې په چين کې د مذهب منظم سرکوب زور اخیستی دی او په دې ترتيب چين د لا ډېر کنترول ترلاسه کولو هڅه کوي. خو د چين حکومت د بشري حقونو د دې ډول سرغړونو تورونه ردوي.
د څار ټولنې په تازه رپوټ کې څه راغلي؟
د هيومن راېټس واچ د چين د برخې سرپرستې مشرې مایا وانګ د دې رپوټ په تړاو څرګندونو په ترڅ کې ويلي دي: «د چين د حکومت له لوري د جوماتونو تړل، نړول او په بل ډول د ودانولو عمل په چين کې د اسلامي دودونو د مخنيوي د منظمو هڅو يوه برخه ده.»
دې سازمان ويلي دي چې د چين په شمال لویدیځ کې په پراته ایالت سنکيانګ کې دايغور مسلمانانو پر وړاندې له بشري حقونو څخه د سرغړونو د شواهدو ډېريدل د دې رپوټ د چمتو کولو اساس ګرځيدلي.
د بشري حقونو د څار ټولنې د رپوټ په حواله د ننګزيا په خپلواکمنه سيمه کې د پراته لياوقياو په نوم کلي کې چې اکثريت اوسېدونکی یې مسلمانان دي، له شپږو مسجدونو څخه یې د دريو ګنبدې او مينارونه ويجاړ کړل شوي، په داسې حال کې چې په نورو دريو کې د عبادت له پاره ځانګړي شوي مرکزي خونې هم له منځه وړل شوي دي.
دغه سازمان ته په رسېدلو سټيلایت انځورونو کې ليدل کيږي چې د لياوقياو کلي يوه مسجد ګنبد د ۲۰۱۸م د اکتوبر او ۲۰۲۰م کال د جنورۍ مياشتې ترمنځ موده کې د چين د پګوډا په طرز اړول شوې ده.
همدا شان د بشري حقونو د څار ټولنې له خوا په يوه تائيد شوې ويديو کې ليدل کيږي چې د ننګزيا په جنوب کې د ليوجياګو د جومات د اوداسه حال يا خونې، دوو مینارونو او يوې ګنبدې تر لیرې کولو وروسته هغه ړنګول کيږي.
ګانسو ایالت له ننګزيا سره پولې لري او هلته چارواکي وخت په وخت د مسجدونو د بندولو او يا یې د تغيرولو اعلانونه کوي.
د بشري حقونو د څار ټولنې د اسيا د برخې مشره ايلين پيرسن وايي چې د عربي او ټولو اسلامي هېوادونو مشرانو ته پکار ده چې له «چين څخه په دې تړاو د پوښتنو ترڅنګ خپلې انديښنې» هم څرګندې کړي.
د چين تګلاره
دا لومړی ځل نه دی چې په چين کې د مسلمانانو يا مسجدونو په اړه دا ډول رپوټ خپور شوی دی. خو چين تل ټینګار کوي چې په دغه هېواد کې دمذهبي آزادۍبنسټيز حق ته اجازه ورکړل شوې ده او تل د بشري حقونو د پښو لاندې کولو تورونه ردوي.
خو د چين د ولسمشر شي جين پينګ په مشرتوب کمونيست ګوند هڅه کوي چې مذهب له خپلې سياسي نظريې او د چين له کلتور سره همغږی کړي.
په ۲۰۱۸م کال کې د چين کمونيستي ګوند مرکزي کمیټې يو سند خپور کړی وو چې په هغه کې د مسجدونو د کنترول او ثبات ته اشاره شوې وه. په دې کې د ایالتونو پر حکومتونو ټینګار شوی وو چې د دې ډول جوړښتونو د ټولټال شمير د راکمولو هڅه دې وکړي.
د دې سند په حواله د مسجدونو ودانول، ترتيب او تمويل یې بايد په «کلکه وڅارل» شي.
ب. ص/ ن. ز (kna)
زموږ له آرشيف څخه: