د بریتانیا اقتصاد ډېر خراب سوی
۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبهاعلان
د بریتانیا د مرکزي احصايې ادارې نن پنجشنبه تر خپل دوهم اټکل وروسته په لندن کي خبر ورکړ چي د دوهمي ربعي په نسبت د همدې کال په دریمه ربع کي ملي ناخالصه تولید ۰،۳ فیصده راکم سوی دی.
د اقتصاد د لا خرابیدو یو مهم علت د صنعتي تولیداتو کموالی ؤ. داسي چي د بریتانیا ګرده صنعتي تولیدات په دغه ربع کي ۲،۵ فیصده لږ سوي دي. د دغه هیواد ساختماني سکټور هم خراب سوی دی.
مرکزي احصايې ادارې همدارنګه په خپل رپوټ کي ویلي دي چي د بریتانیا ټوله اقتصادي توانايي د کرونا وبا د شروع کیدو د وخت په نسبت ۰،۸ فیصده راکمه سوې ده.