د بريتانیا پولیسو ۳ پاکستانیان د یوې نجلۍ د قتل په تور نیولي
۱۴۰۲ شهریور ۲۴, جمعهد سارا شریف په نوم د یوې لس کلنې نجلۍ مړی د اګست میاشتې په لسمه د انګلستان سويلي ښار ووکينګ ته نژدې د هغې د کورنۍ په کور کې وموندل شو. د عدلی طب په معایناتو کې موندل شوې چې هغې په اوږدمهاله توګه «ډېر ټپونه» زغملي دي.
د مقتولې خپلوان د چهارشنبې په ورځ ناوخته د لندن په ګاتويک هوايي اډه کې ونیول شول. دوی په پاکستانکې د یوې مياشتې تر تيرولو وروسته له دوبۍ څخه پرواز کړی وو. د پوليسو په وینا، نیول شوو کسانو کې د سارا شریف پلار۴۱ کلن عرفان شریف، ميره ېې ۲۹کلنه بيناش بتول او د سارا شریف تره ۲۸ کلن فیصل ملک شامل دي. پولیس وايی دوی د سارا جسد تر موندلو مخکې پاکستان ته تښتېدلي ول تر څو هلته له خپلو خپلوانو سره واوسیږي.
د انګلستان د جنوب شرقي ښار، سوري، پوليسو په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې درې واړه نيول شوو کسان د یوې ماشومې د قتل یا ېې د قتل پر اجازې هم تورن دي. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، نیول شوي کسان په توقیف کې دي او تمه ده چې د جمعې به ورځ (د سپتمبر ۱۵مه) ناوخته به محکمه کې حاضر کړل شي.
د پاکستان د پولیسو یوه ویاند د چارواکو د مخکنیو معلوماتو پر اساس وويل چې شريف، بتول او ملک په خپله خوښه بېرته بريتانيا ته ستانه شوي دي. د سوري علاقې پولیسو مخکې ويلي وو چې دغه درې کسان د اګست په ۹مه یعنې هغه ورځ چې د سارا مړی وموندل شو، له هغې یوه ورځ مخکې اسلام آباد ته پرواز کړی وو.
کشفي چارواکي وايي د سارا شریف د مړينې خبر په لومړۍ ځل له پاکستان څخه د پولیسو عاجلې شمېره ته ورکړل شوی وو او له پولیسو سره تماس نيونکي ځان د سارا شریف پلار ښودلی وو.
رپوټ زیاتوي په کوم کور کې چې مړی وموندل شو هغه خالي وو خو د پېښې په هکله لټون له انترپول سره ادامه درلوده او په عین وخت کې د بریتانیا د بهرنيو چارو وزارت له پاکستاني چارواکو سره هم په اړيکه کې ول.
د سارا شریف پنځه خوېندې او ورونه چې عمرونه ېې له یو تر ۱۳ ښودل شوي او پاکستان ته وړل شوي، د دوشنبې په ورځ د عرفان شریف د پلار په کور کې موندل شوي دي.
د سارا شریف مور اولګا شریف چې په خټه پولندۍ ده ويلي دي چې تېره میاشت وروسته له هغې چې د لور جسد ېې وموندل شو، په ډېره سختۍ وتوانېده چې د خپلې لور وړکی او ټکول شوی جسد وپېزني.
هغې پولنډي تلویزیون ته وويل چې د لور يو خوا مخ ېې پړسېدلی او بله خوا يې شين شوې وو. اولګا او عرفان په ۲۰۱۵م کې له یو بله جلا شوي ول. د بريتانوي رسنيو مطابق، سارا او مشر ورور ېې په ابتدا کې له خپلې مور سره اوسېدل، خو په ۲۰۱۹م کال کې د یوې کورنۍ محکمې د حکم پر اساس له خپل پلار سره پاتې شول.
mks/bs/(AFP)