د بريتانيا استازي له طالبانو سره کتلي؛ پر څه خبرې شوي؟
۱۴۰۰ مهر ۱۳, سهشنبهد بریتانیا خارجه دفتر وايي چې په دغه کتنه کې د بریتانیا د ملکي خدماتو ارشد چارواکي، زیمون ګاس د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستيالانو، ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي سره کتلي دي.
دواړو خواوو پر دې خبرې کړې چې بریتانیا څنګه کولی شي په افغانستان کې د بشري بحران او تروریزم پر وړاندې او د هغو افرادو له پاره چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د هغوی د ډاډمن انتقال په برخه کې مرسته وکړي.
د بریتانيا حکومت یوه ویاند وويل چې په دغې لیدنه کې: «دوی د لږکیو د ګواښ او د ښځو او نجونو د حقونو موضوع هم مطرح کړې ده.»
دغه راز زیاته شوې ده: «د بريتانيا حکومت به خپلو ټولو هڅو ته ادامه ورکړي تر څو د هغو افرادو د انتقال په اړه اطمینان تر لاسه کړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.»
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند، عبدالقهار بلخي وويل چې په دغه غونډه کې «تمرکز د دواړو هیوادونو تر منځ د ديپلوماتيکو اړیکو پر بیرته راژوندي کولو باندې وو.»
بلخي وويل چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت غواړي چې «له بریتانیا سره د رغنده اړیکو يو نوی فصل پيل کړي.»
je/dc/ecl/axn/mks/nz