د برازیل هوايي ډګر کې میشت افغانان د نوي ژوند په لټه کې دي
۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبهپه افغانستان کې د تیر جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته سلګونه زره افغانان د تخلیې په ماموریتونو کې بهرنیو هیوادونو ته ولاړل. له دوی څخه ځینې یې برازیل ته رسیدلي دي چې د کال په پوره کیدو لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
برازیل د افغانستان تر سقوط وروسته شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته د بشري حقونو اړوند ویزې ورکړي دي خو د دې هیواد ځايي چارواکي وايي چې دوی نه پوهیدل چې د افغانستان تر سقوط وروسته به لسګونه افغانان یوازې په روانه میاشت کې په ورځني ډول دغه هیواد ته را رسیږي.په کوسوو کې بند پاتې افغانان: «دلته مو ژوند د زندانیانو دی»
د ساو پاولو ګوارولهوس د هوايي ډګر د سیمې چارواکي وايي چې د دغه شمیر افغانانو شمیر ښايي لا پسې ډیر شي ځکه په ورځني ډول په اوسط څلور پروازونه له منځني ختیځ او سویلي آسیا څخه دغه هیواد ته رسیږي. د دغه نړیوال هوايي ډګر د مهاجرت څانګه اټکل کوي چې اوسمهال شاوخوا ۱۳۰ افغانان د دې هوايي ډګر په دوهم ټرمینل کې میشت دي او دا چې د نویو مهاجرینو په رارسیدو سره چارواکي اوس د دوی د ځای پر ځای کولو بوخت دي.
له دغو مهاجرینو څخه یو شمیر یې د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې دوی دلته په داسې حال کې راوړل شوي چې د اوسیدو د ځای بندوبست یې نه وو شوی او دا دي اوس ځايي حکومت دغو کسانو ته له هوايي ډګره بهر د اوسیدو د ځای په لټون کې دي.
رویترز خبري آژانس د دې سیمې د څارنوالانو یو لیک هم لیدلی دی چې پکې پر ځايي حکومت د وضعیت د مدیریت له کبله فشارونه راوړل شوي دي او په دې هکله یې له حکومت څخه د جزئیات غوښتنه ترې کړې ده. د برازیل د عدلیې وزارت چې د مهاجرت اړوند چارې ور په غاړه دي، په دې هکله له تبصره کولو ډډه کړې ده.
په دغه هوايي ډګر کې میشتو کورنیو او مجردو کسانو وویل چې دوی له طالبانو د تیښتې له پاره بله لار نه درلوده او دا چې تر یوه کلن انتظار وروسته یې له دې پریکړې پرته بله لار نه درلوده. د دغو کسانو په ډله کې یو هم محمد اریوبي دی چې یو ساختماني انجنیر او د بشري حقونو فعال دی او همدا تیره سه شنبې برازیل ته رسیدلی دی. هغه وویل: «ټول خلک چې دلته وینئ، د دوی ژوند په افغانستان کې په خطر کې دی.» هغه زیاته کړه چې هغوی دلته د خپلو ژوندونو د ژغورلو له کبله راغلي ترڅو خپلې کورنۍ وژغوري. هغه وايي چې زموږ توقع هم لوړه نه ده: «د اوسیدو ځای او د ژوند د ښه والي له پاره یو کار غواړم پیدا کړم.»
د ساو پاولو ځايي حکومت، ښاروالۍ او د دې سیمې مدني فعالین اوس د دغو افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګی له پاره هڅې کوي. د ځايي مرستندویه ټولنې یوه غړي سواني زینوبیني چې له دغو افغانانو سره مرسته کوي وايي چې موږ وکولی شول «دوی ته درې وخته خواړه، یوه کمپله او واکسین ورکړو.»
آ./ا.خ.ح./ا.ا.