د بدن مدافع سیستم په قوي کولو سره له کرونا ځان وژغورئ
که څه هم د کرونا ویروس د یوې نړیوالې وباء شکل غوره کړی دی، خو بیا هم په دې برخه کې باید ډیر تشویش ونه لرو. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې خپل صحت او روغتیا ته متوجه اوسو.
خپل د بدن مدافع سیستم پیاوړی کړئ
د طبابت له مخې هغه کسان چې د بدن مدافع سیستم یې کمزوری وي، د هر ډول ویروس له حملې سره مخامخ کیدلی شي. ویټامي C د بدن د مدافع سیستم په پياوړی کولو کې مهم رول لوبوي. د دې موخې له پاره د لیمو او نورو میوه جاتو استعمال مهم دی.
د زنجبیل او لیمو اوبه
د زنجبیل (ادرک) څو کوچنۍ ټوټې د لیمو له اوبو سره تر یوځای کولو ورسته په یوه ګیلاس ګرمو اوبو کې واچوئ او بیا یي لږ لږ وڅښئ. په دې توګه تاسې کولی شئ چې په ورځ کې یو یا دوه ګیلاسه داسې اوبه وڅښئ. دا خبره مهمه ده چې په داسې حالاتو کې باید ډیرې اوبه وڅښلای شي.
د زینک یا روی ګولۍ
د بدن د مدافع سیستم د پیاوړی کولو له پاره د Vitamin D3 او زینک ګولیو استعمال ډیر مهم دی. دې موخې له پاره تاسې کولی شئ د شپې له خوا ۱۵ ملي ګرامه د زینک ګولۍ وخورئ.
لازم واټن وساتئ
په آلمان کې له ناروغیو سره د مقابلې ادارې «رابرټ کُخ انیستیتوت» مشر په یوه تلویزوني مرکه کې ټینګار وکړ چې په عامه یا ولسي اجتماعاتو کې له ګډون کولو څخه ځان وساتئ. هغه وویل چې له نورو انسانانو څخه لږ تر لږه د ۲ مترو واټن ساتل له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې له پاره ډیر مهم دي.
ځان له مکروبونو وساتئ

له سکو او بانک نوټونو سره احتیاط وکړئ
زمونږ لاسونو ته چې کوم بانک نوټونه او سکې رارسیږي هغه په لسګونو او حتی سلګونو لاسونو څخه تیر شوي وي، نو له همدې امله د خریدارۍ پر مهال باید په دې برخه کې له احتیاط څخه کار واخیستل شي.