د بخښنې نړيوال سازمان راپور ته د زيلنسکي غبرګون ښولی
۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعهد اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، وروسته له هغه چې د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین د پوځ له خوا کارول شویو تاکتیکونو په اړه یو انتقادي راپور خپور کړ د پنجشنبې په ورځ په خپله ورځنۍ وینا کې وویل چې د بشري حقونو سازمان غواړي "د روسیې تروریستي دولت ته بخښنه ورکړي" او مسؤلیت یې له مهاجم څخه قرباني ته واړوي.
ولسمشر زیلنسکي زیاته کړه چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه «د نه منلو وړ، يرغليزه او تروريستي» ده. هغه وويل: »کله چې يو څوک داسې راپور جوړ کړي چې پکې قرباني او بريدګر په يو ډول ويل شوي وي، که د قرباني په اړه څېړنې وشي او د بریدکونکې په هکله هیڅ ونه ویل شې، نو دا د زغملو وړ نه ده.«
د بخښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د اوکراین پوځ پکښې تورن شوی چې په خپلو پوځي تاکتیکونو سره يې ملکي وګړي په غیر ضروري خطر کې اچولي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جرمني په څانګه کې د اروپا او منځنۍ اسیا کارپوه، جینین اولمانسک وویل چې اوکرایني پوځیانو د استوګنې په سیمو کې د پوځي اډو په جوړولو سره »څو ځلې د استوګنې له سیمو څخه عملیات کړي دي«. دې سازمان ویلي دي چې د اوکراین چلند شاید د »نړیوال بشردوستانه قانون څخه سرغړونه وي« چې د »روسیې د تیري« له خوا توجیه کیږي نه، کوم چې د نړیوالو قوانینو سره مخالف دی. د بشري حقونو دغه سازمان د روسیې بریدونه "جنګي جنایتونه" بللي دي.
پر دونیڅک د روسیې بریدونه دوام لري
د اوکراین د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونو د دونیڅک په سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي دي. د اوکراین د مرکزي قوماندې دفتر د جمعې په سهار ويلي دي: »د دونیڅک په سیمه کې، دښمن د باموت او اودیوکا پر لور تعرضي عملیات ترسره کوي.« په دغو جګړو سره روسي ځواکونه هڅه کوي چې د سولدر او باموت ښارونه ونیسي او د دونیڅک په لویدیځو سیمو کې خپل کنټرول پراخ کړي.
د سولدر او بهموت ښارونه د سلوياینسک او کرماتورک ختیځ کې د دفاعي کرښو برخه دي. مخکې د جګړو له پیل څخه تر نیم ميلیون زیات خلک هلته اوسېدل. دا په دونباس کې وروستۍ ښاري سیمه ده چې د اوکرایني ځواکونو تر کنټرول لاندې ده. اوکراین دغه سیمه په یوه کلا بدله کړې ده.