د بایدن په شخصي دفتر کې پټ اسناد کشف شوي
۱۴۰۱ دی ۲۰, سهشنبهاعلان
د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د ولسمشر جو بایدن په دفتر کې د پخواني دورې (د ولسمشر مرستيال) دورې پرمهال پټ دولتي اسناد کشف شوي دي. امريکايي رسنيو «سي بي اس» او «سي ان ان» يې په هکله راپور ورکړی چې دا اسناد په نوومبر میاشت کې په واشنګټن کې د پين په نوم ډیپلوماسۍ او نړیوال ښکیلتیا مرکز د دفترونو پاکولو پر مهال وموندل شول. د سی ان ان په وینا، د لسګونو یا ډیرو اسنادو په منځ کې هغه کاغذونه وو چې د لوړې کچې محرمیت يې درلود. د عدليې وزارت اوس د پېښې په اړه څېړنه کوي. بایډن له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۷م کال پورې د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما مرستیال و.