د بالیووډ هغه ستوري چې جرمي دوسیې لري
د هند سینما وتلی ستوری سلمان خان یوازنی ستوری نه دی چې د قانون ماتولو له جرم سره مخامخ دی. په دې انځوريز راپور کې به هغه ستوري وپیژنۍ چې جرمونه یې کړي او یا جرمي دوسیې لري.
سلمان خان
په ۱۹۹۸م کال کې د سلمان خان پر ضد د ځنګلي حیواناتو د حفاظت قانون ماتولو دوې دوسیې ثبت شوې وې. پر هغه او نورو ملګرو باندي د کم یابه هوسۍ د ښکار کولو تور دی. دغه تور اوس ثابت شوی او سلمان خان په پنځه کلن بند محکوم کړل شو. د دې ترڅنګ، په ۲۰۰۲م کال کې پر سلمان خان باندې د سړک پر غاړې ویده کسانو باندې د نشې په حالت کې د موټر خیږولو تور هم دی.
جتیندر
د روان کال په جنوري میاشت کې د هند سینما پر پخواني ستوري جتیندر د خپلې «کزن» (هغه به يا د ماما یا د کاکا لور) تور ولگاوه چې پر هغې یې جنسي تیری کړی. دغه دوسیه ثبت شوې او پلټنې یې روانې دي.
روینه ټنډن
د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې د هندوستان د یوه عبادت ځای یا مندر چارواکو شکایت ثبت کړی چې روینه ټنډن د اعلان له پاره يو عکس د عبادت ځای په داسې برخه کې اخيستی، چې د قانون له مخې د کامرې لیږدول منع دي.
نواز الدین صدیقي
د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې د هندي سینما د ستوري نواز الدین صدیقي میرمنې د هغې پر ضد د جاسوسۍ کولو تور پور کړ. د هغه میرمنې پر نوموړي تور پورې کړی چې د هغې د تیلیفون سابقه یې را ویستلې ده.
سنجي دت
د هندي سینما یا باليووډ سنجو بابا، په ناقانونه توګه د وسلو ساتلو په جرم خپله سزا بشپړه کړې ده.
شاہ رخ خان
«کنګ خان» یا شاه رخ خان باندې هم تور دی چې د «رئیس» په نامه د فلم ثبتولو پرمهال یې د اورګاډو د یوه تم ځای املاکو ته زیان رسولی او په دې ترڅ کې یې شخړه هم کړې. پر دې سربیره په ۲۰۰۲م کال کې د هندوستان د پریمیر لیګ یا «آی. پي. ایل» سیالیو پر مهال یې د ممبيي په یوه لوبغالي کې له امنیتي چارواکو سره بد چلند کړی دی چې له امله یې پر شاه رخ خان دغه لوبغالي ته د داخلیدو له پاره د ۵ کلونو بندیز وضع شوی.
سورج پنچولی
د باليووډ د ستوري ادیتیه پنچولي پر زوی سورج پنچولي باندې تور دی چې د فلمونو د ستورې جیا خان په ځان وژنه کې یې ورسره مرسته کړې ده.
شايني آهوجا
د فلمي ستوري په توګه د کار کولو په لومړیو وختونو کې د بریالیتوب هسک پوړ ته پر رسیدونکي ستوري شایني آهوجا د خپل کور پر خادمې باندې د زورزیاتي له امله نوموړي سزا تیره کړې ده.
مدهر بهنډارکر
د هندوستان د ممبيي ښار یوه ماډل د فلمونو د ډایریکټر مدهر بهنډارکر پرضد په ۲۰۰۴م کال کې د زورزیاتي له امله عریضه کړې. خو په ۲۰۰۷م کال کې د فلمونو دغه «مودل» د نوموړي د وژنې په جرم کې ګرم وپیژندل شو.
ګوویندا
د بالیووډ سینما د رقص پر ستوري ګوویندا تور دی چې د خپل فلم «مني هي تو هني هي» د ثبت پرمهال یې خپل یو علاقمند په څپیړه وهلی. خو په ۲۰۱۷م کال کې د هندوستان سترې محکمې د هغه پر ضد دغه دوسیه لغو اعلان کړه.