د ایډومینې کمپ د تخلیه کولو انځوریز رپوټ
هغه مهاجر چې د میاشتو میاشتو راهیسې د یونان او مقدونیا په سرحد کې په خیمو کې اوسیدل، د سه شنبې په ورځ له دغه ځایه و ایستل شول. د یونان پولیسو په دغه هیواد کې دننه د مهاجرو کمپونو ته د دوی انتقالول پیل کړي دي.
یوناني چارواکو د دوشنبې په ورځ د دغه کمپ د ختمولو په هکله خبر ورکړی وو. د سه شنبې په سحر پولیسو په لومړي سر کې دغه کمپ محاصره او بیا یې له کمپ څخه د کډوالو ایستل او په یونان کې دننه نورو کمپونو ته د هغوې انتقالول پيل کړل.
هغه مهاجر چې د اونیو او میاشتو راهیسې په دې کمپ کې اوسیدل مجبوره شول چې خپل بار او بستره راټول او په یونان کې دننه د کمپونو پر لور حرکت وکړي.
ډیري مهاجر په ځانگړي توگه هغه چې له کورنۍ سره ول بې له مقاومته له کمپ څخه ووتل. دوی په بسونو کې د سپریدو له پاره په کتارونو کې ولاړ ول.
د ایډومینې له کمپ څخه د یونان نورو کمپونو ته د مهاجرو د انتقال له پاره بسونه ورغوښتل شوي ول.
د ایډومیني کمپ په اروپا کې د مهاجرو د درد او رنځ پر یوې څلي بدل شوی وو. په دغه کمپ کې میشتو مهاجرو څو واره د سرحد پرانیستلو له پاره پر اعتراض لاس پورې کړی او ډیرې سختې شپې ورځې یې تیرې کړي دي.
که څه هم اکثره مهاجر په ډیرې اسانۍ سره د کمپ پریښودو ته حاضر شول، خو یو شمیر د شپې له خوا مخکې تر دې چې له کمپ څخه کډه شي، ځانونه یې په شاوخوا سیمو کې پټ کړي ول.
په ایډومینې کمپ کې مهاجر له ډیرو کړاونو سره ژوند تیراوه. کله چې به باران وشو د دوی خیمې به له اوبو ډکې شوې. خو دوی په دې هیله چې یوه ورځ به د مقدونیا سرحدي پوله خلاصه شي په دې کمپ کې پاتې شوې ول.
لکه څرنگه چې په انځور کې لیدل کیږي د مرستو د ویشل کیدو پر مهال د ایډومیني په کمپ کې هیڅ ډول نظم نه وو موجود.
یو وار بیا د یوې نامعلومې راتلونکي په لور سفر. که څه هم دغه مهاجر هغو کمپونو ته انتقالیږي، چې د ایډومیني له کمپ څخه د ښو شرایطو درلودونکي دي، خو راتلونکې یې نامعلومه ده.