د ایمن الظواهري د وژنې په تړاو د طالبانو رسمي دریځ
۱۴۰۱ مرداد ۱۳, پنجشنبهپه کابل کې د هستوګنې پر یوه کور ترهوايي برید دوې ورځې وروسته بایدن ادعا وکړه چې په برید کې یې ایمن الظواهري په نښه کړی. په دې اړوند د طالبانو اعلامیه کې راغلي چې حکومت یې د نوموړي د ځای ځایګي په اړه مالومات نه لري.
په اعلامیه کې د پلټنو خبره شوې. اعلامیه لیکي: «د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د پېښې د مختلفو اړخونو په هکله هراړخیزه او جدي څېړنه وکړي.»
اعلامیې زیاته کړې چې له افغان خاورې د امریکا په ګډون هیچاته خطر نه دی متوجه او دوی غواړي چې د دوحې تړون عملي شی. طالبانو دغه هوايي برید د ټولو نړېوالو اصولو سرغړونه بللې ده.
خو یوه پخواني افغان سناتور داوود اساس دویچه ویله ته وویل، طالبان د پلټنو په نوم د پېښې اصلي اړخ پټوي: «اول باید د هغه جسد په اړه وضاحت شي، چې دا جسد څه شو؟ کوښښ دا روان دی چې دا قضیه پټه شي خو دا قضیه نه پټیږي.»
شنونکي وايي چې د الظواهري پر وژنه طالبانو ته دریځ نېول اسانه خبره نه ده، خو آیا په دې اړه د طالب مشرانو ترمنځ بحثونو کې اختلافات هم شته؟
ښاغلی اساس په دې اړه وايي: »د زلمي خلیلزاد په خبرو کې تاسو اوریدلي دي چې ځیني طالب مشرانو د الظواهري په وژنه کې د ده ځای په نښه کولو کې له امریکایانو سره کومک کړی دی، دلته د طالبانو ترمنځ هم مشکلات مخ پر ډېرېدو دي، ځکه چې حقاني ډله چې ددې مېلمه ساتنه یې کوله او دا بله ډله چې د هغوی خلاف ده.»
تردې وړاندې په قطر کې ملګرو ملتونو ته د طالبانو نومولي استازی سهیل شاهین خبريالانو ته په يوه لېږلي پيغام کې څرګنده کړې ده چې د طالبانو مشران د ادعا شوې پیښې او یا [په افغانستان کې د الظواهري د شتون] د نخښو په هکله بې خبره ول.
د ایمن الظواهري وژل کیدل طالبانو ته څه پایلې لرلی شي؟
د نوموړي په خبره «پلټنې روانې دي ترڅو د ادعا کره توب وموندل شي او د پلټنو پایلې به بیا له خلکو سره شریکې کړل شي«.
سیاسي شنونکي ډاکټر هاتف مختار دویچه ویله ته وویل: «دا چې طالب مشران پرې خبر ول او که نه، مسؤلیت یې طالبانو ته ورګرځي، طالبان پر کابل حاکم دي د قدرت پر ګدۍ دوی ناست دي، د افغانستان له ادرسه دوی خبرې کوي د قطر په تړون کې همدا لیکلي چې افغانستان به له دې وروسته د ترهګرو ځاله نه وي.»
د طالبانو په ډله کې دریو سرچینو ویلي دي چې اوس د طالبانو په منځ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید د ځواب په هکله اوږده بحثونه ادامه لري.
د طالبانو په تازه اعلامیه کې د امریکا برید د افغانستان پر حریم تیری بلل شوی او خبرداری یې ورکړی چې د دغه ډول پېښو تکرار چې د افغانستان پر خاوره تجاوز وشي، د هرډول عواقبو مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.
په خټه مصری ډاکټر ایمن الظواهري پر امریکا متحده ایالاتو باندې د سپتمبر د ۱۱مې ترهګریزې پیښې یو له مرکزي طراحانو بلل کیږي. په کابل کې د نوموړي تر وژل کیدو وروسته، اوس داسې پوښتنې مطرح کیږي چې آیا طالبانو نوموړي ته پناه ورکړې وه، داسې یو اقدام چې طالبانو د دوحې په تړون کې یې د نه کولو ژمنه کړې وه.