پاپ فرانسیس په غزه کې د فوري اوربند غوښتونکی شو
۱۴۰۳ فروردین ۱۲, یکشنبهد آلمان خبري آژانس له روم څخه خبر ورکوي چې پاپ فرانسیس د خپلې وينا پر مهال وويل: «زه یو ځل بیا درخواست کوم چې په غزه کې بشري مرستو ته لاسرسی تضمین شي. یو ځل بیا غواړم چې د تېر اکتوبر په ۷مه نيول شوي یرغمل کسان دې ژر تر ژره آزاد او په غزې تړانګه کې دې فوري اوربند رامنځ ته شي.»
پاپ په اوکراین کې د جګړې په تړاو خبرو کې د نړېوالو قوانیو د اصولو د درناوي غوښتنه وکړه او هيله ېې څرګنده کړه چې د روسيې او اوکراین تر منځ د ټولو بندیانو عمومي تبادله ترسره شي.
د کاتولیکو عیسویانو مشر په ټوله نړۍ کې د عمومې سولې او ثبات غوښتونکی شو او په دې تړاو ېې د اسرائيل- لبنان سرحدونو په اوږدو، د ارمنستان او آزربایجان ترمنځ او د افریقا په مختلفو برخو کې د روانو جګړو یادونه وکړه.
په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښودل کيږي چې په واټیکان سيټي کې په همدې مناسبت جوړو مراسمو ته په زرهاوو خلک راغلي دي.
پاپ فرانسیس تر دې مخکې هم په اوکراین او د نړۍ په نورو جنګي سیمو کې د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي د ۲۰۲۲م کال د ایستر یکشنبې په مناسبت د روم په سن پيتر میدان کې د تقریباً سل زره مسیحي پلویانو په حضور کې وويل چې «موږ تر حده زياته وينه تويونه او تاوتریخوالی ليدلی دی.» پاپ هغه وخت د ناامنو هېوادونو په ډله کې د افغانستان یادونه هم کړې وه.
(dpa)mks/aa
له آرشیف څخه: