د ایران په زاهدان کې څلور پولیس په ډزو وژل شوي
۱۴۰۲ مرداد ۱, یکشنبهد تسنیم په نوم د نيمه رسمي خبري آژانس په حواله، د دغې حملې د عاملانو د نيولو په موخه یو قضايي امر صادر شوی دی. سرچېنې ويلي: «حمله کونکو نن د پولیسو موټر ته کمين نیولی وو... او په موټر باندې ېې ډزې وکړې.»
په سملاسي توګه د بريد انګيزه او دا چې د چا له خوا ترسره شوی، روښانه نه ده.
ورته نور ولولئ: ایران: ځانمرګي برید کې شپږ انسانان وژل شوي
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم په زاهدان ښار کې د پولیسو پر یو مرکز ځانمرګی برید شوی وو چې په کې دوه پولیس او څلور بریدګر ووژل شول. د یاد برید مسئوليت په سیمه کې فعالې وسلوالې ډلې، جیش العدل منلی وو.
زاهدان د ایران د سیستان-بلوچستان ایالت مرکز دی چې افغانستان او پاکستان سره ګډې پولې لري. دا د ايران یو فقیرو ولایت یادیږي چې د مخدره موادو قاچاق په کې ترسره کيږي.
ورته نور ولولئ:امنسټي: سيستان بلوچستان کي تر ۱۰ پوري احتجاج کوونکي وژل شوي
mks/aa/(Reuters)
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: