رپوټ: په ایران کی په تیرو ۷ میاشتو کی ۳۰۰ کسان اعدام سوي دي
۱۴۰۳ مرداد ۱۵, دوشنبهپه ایران کی د ۲۰۲۴ کال په تیرو اوو میاشتو کی د اعدام سوو کسانو په ډله کي ۲۰ تنه افغانان، ۴۲ تنه بلوڅان ، ۲۰ تنه کُردان او ۱۵ ښځي شاملیږي.
څه ناڅه ۱۷۲ تنه بیا د مخدره موادو د جرُم په تور اعدام سوي دي. ۱۱۰ تنه د «قصدي وژني» ۱۵ تنه د افساد فیالارض، محاربه و بغی په تورونو، ۵ تنه د «اسرائیلو له پاره د جاسوسۍ» په تور، ۵ تنه د «اهل سنت له ډلو سره» د اړیکو په تور، ۵ تنه د «سیاسي یا امنیتي» تورونو او ۳ تنه د جنسي تیري په تور اعدام سوي دي.
دایراند پخواني ولسمشر ، ابراهیم رئیسي د مړیني او د ریاست جمهورۍ د دوهمی دورې
(۱۹ می تر ۵ جون) تر پای ته رسیدو پوري، د اعدام د حکمونو په عملي کولو کی تر نسبي کمښت وروسته، یو وار بیا په ایران کي د اعدامونو شمیر ډیر سوی دی. د جون په میاشت کی لږترلږه ۴۹ تنه اعدام سوي دي.
دایران د بشري حقونو سازمان ددغه هیواد په زندانونو کی د اعدام د حکمونو د عملي کولو د شدت په هلکه خبرداری ورکوي او په ایران کی یې د اعدام موضوع ته د ځانگړي پاملرني غوښتنه کړې ده.
GP/AA/AG