د ایران د اسلامي انقلاب ۴۰ کاله په انځورونو کې
په ايران کې۴۰ کاله پخوا د آیت الله خميني په مشري انقلابيان واک ته ورسيدل. د شاه پر ضد د خلکو غوسې له خميني سره د يوه سخت دريځه اسلامي نظام په رامنځته کولو کې مرسته وکړه چې اوس هم پر دغه هيواد حکومت کوي.
«زه هيڅ هم نه حس کوم»
د ۱۹۷۹م کال د فيبروري پر لومړۍ نيټه خميني په فرانسه کې له تبعيده راستون شو. کله چې ترې يوه خبريال پوښتنه وکړه چې ايران ته پر راسنيدو څه احساس لري، هغه داسې ځواب ورکړ: «هيڅ - زه هیڅ هم نه حس کوم.» ځينو شنونکو د هغه دا تبصره د خمیني په نظر د یوې «مقدس دندې» د پېلولو په توګه تعبير کړه چې په کې احساسات ډېر کم نقش لري.
د شاه وخت نور ختم شوی وو
ايران ته د خميني تر ستنيدو دوه مياشتې مخکې، ډېر زیات خلک چې له ۶ تر ۹ ميليونه اټکليدل، د هېواد په سترو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي ول. د ۱۹۷۸م کال د سپتمبر د اتمې نيټې د روز زياتي په پرتله دا مظاهرې تر ډېره سوله ايزې وې. د محمد رضا شاه پهلوي رژيم پر دې پوهيدلی وو چې د واک موده یې ختمه شوې ده او دوی د خميني د راتگ مخه نه شي نيولی.
آن ښځو هم د خميني پلوي کوله
په تهران کې د انقلاب روح دومره ژورې ريښې کړې وې چې آن ښځو هم د خميني راتگ ولمانځه او دا حقيقت یې له پامه غورځولې وو چې خميني په جلاوطنۍ کې د ښځو د پرمختگ او خلاصون له پاره د شاه پر اقداماتو نيوکې کولې. په ۱۹۶۳م کال کې شاه ښځو ته د رای اچونې حق ورکړ.
افراطي ننداره
په ۱۹۷۱م کال کې شاه او ميرمن یې فرح ديبا (په انځور کې) د تخت جمشيد په لرغوني ساحه کې د «د فارس د سلطنت د ۲۵۰۰ کليزې» په وياړ شانداره مراسم، چې ډېر بې ځايه مصرف پرې شوې وو، نيولي ول. ډيرو دولتي مشرانو په دې مراسمو کې گډون درلود. خميني له تبعيده په خپل راليږل شوي پېغام کې سلطنت ته د «ظالم، شېطان او غير اسلامي» خطاب وکړ او د دې غندنه یې وکړه.
تبعيد او مړينه
شاه د ۱۹۷۹م کال د جنورۍ پر ۱۶ نيټه د اسلامي انقلاب د فشار له کبله ايران پرېښود. په بيلا بيلو هېوادونو کې تر ژوند کولو وروسته هغه د ۱۹۸۰م کال د جولايي پر ۲۷ نيټه د مصر په پلازمينه قاهره کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ.
د قدرت تر بنسټیزه کولو وروسته اقدامات
د اسلامي انقلابيانو له پاره په لومړي سر کې د ښځو حقونه یو ستره موضوع نه وه. سخت دريځه اسلام یې د خپل قدرت تر بنسټیزه کولو وروسته عملي کړ.
عسکر هم له انقلاب سره يوځای شول
په ۱۹۷۹م کال کې ايران ته د خميني تر راستنيدو وروسته پوځ نور د مظاهره کوونکو مخالفت ونه کړ او د فيبرورۍ پر ۱۱مه نيټه یې ځان بې طرفه اعلان کړ. پر دې سربيره هم انقلابيانو په فيبروري او اپريل مياشتو کې يو شمير جنرالان اعدام کړل.
نوی حکومت
خميني ډېر ژر د ایران سلطنت، پخوانی حکومت او پارلمان غير قانوني وبلل او ویې ويل چی دی به يو نوی حکومت ونوموي «ځکه چې ولس راباندې باور لري». د ايران د چارو کارپوهانو په حواله دا ځان غولونه نه بلکې حقيقت وو.
د انقلاب ليبراله څيره
مهدي بازرگان چې يو عالم او ديموکراسي پلوه فعال وو، د شاه پهلوي د پاچاهۍ پر ضد یې کمپاين چلولی وو او له دې کبله یې څو کاله زنداني شوی هم وو. خميني هغه د خپل لومړي صدراعظم په توگه غوره کړ خو بازرگان له خميني سره هم د نظر اختلاف لره. هغه په پاريس کې له خميني سره تر ليدنې کتنې وورسته، خمیني «پگړۍ لرونکی شاه» وباله. بازرگان يوازې ۹ مياشتې پر څوکۍ پاته شو.
د امريکا د سفارت نيول
د ۱۹۷۹م کال په نوامبر مياشت کې تندلاري ايراني محصلينو په ايران کې د امريکا متحده ايالاتو سفارت ته ننوتل او د سفارت کارکوونکي یې برمته کړل. محصلينو له دې ويره لرله چې شاه به د امريکا په مرسته يو وار بيا واک ته ورسيږي. خميني له دې موقع استعفاده وکړه او خپل مخالفين یې د «امريکا متحدين» وبلل او له دندو یې گوښه کړل.
علي خامنه اي - د انقلاب ساتونکی
په ۱۹۸۹م کال کې د عالمانو شورا آيت الله علي خامنه اي د خميني د ځای ناستي په توگه غوره کړ. نوموړی تر نن ورځې پورې د ټولو دولتي نهادونو واک په لاس کې لري. خو ۷۹ کلن خامنه اي، د خپل سلف خمیني په څیر نفوذ نه لري.