د ایران او ترکیې ترمنځ سرحد تړل کیدو له ویرې مهاجرو ترکیې ته مخه کړې
ډیر افغان مهاجرو له دې ویرې چې د ایران او ترکیې تر منځ سرحد به له یوه سرحدي دیوال سره وتړل شي، پر دې مسیر مهاجرت ته مخه کړې. په دې ورځو کې یو وار بیا د قاچاقبرانو بازار تود شوی دی.
له اروپایې اتحادیې سره د مهاجرت د موافقتنامې تر لاسلیک کولو وروسته، ترکیې له سوریې سره خپل سويلي سرحد تړلی دی او د سوریایې مهاجرو د راتګ مخه نیسي، خو مهاجر اوس هم ورځي. تر درې نیم میلیونه ډیر سوریایې مهاجر په ترکيه کې ژوند کوي. ترکي چارواکي د سوریې په شمال کې امنو سیمو ته د دوی د بیرته ستنولو په هڅه کې دي.
له یوې مودي راهیسې ترکیې له ایران سره د سرحدي دیوال د جوړولو کار پیل کړی دی. چارواکي وایې چې د دې دیوال د جوړولو هدف چې د جوړیدو چارې یې نیمایې ته رسیدلي دي، له ایران څخه د مهاجرو او کردي ملیشه و د ورتګ مخنيوی دی.
د ایران او ترکیې د سرحدي دیوال د جوړیدلو د چارو پیلولو، په هغو کسانو کې ویره پیدا کړی ده چې د ترکیې له لارې اروپا ته د مهاجرت اراده لري. په دې ورځو کې د قاچاقبرانو کار ښه شوی دی او ډیري افغان مهاجر د ایران له لارې پر همدې مسیر ترکیې ته ځي.
ترکیې ته د افغان مهاجرو د ډله ایز مهاجرت یو بل دليل هم هغه اوازې دي چې ایران غواړي افغان مهاجر بیرته د دوی هیواد ته اخراج کړي.
د ترکي چارواکو په حواله د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې تر ۲۷ زرو ډیر افغان مهاجر د ایران له سرحد څخه ترکیې ته داخل شوي دي. د دوی په خبره دا یوازې د ثبت شویو مهاجر دي، ځکه یو شمیر نور له امنیتي ځواکونو سره هیڅ نه دي مخامخ شوي.
هغه مهاجر چې دغه غریزه خطرناکه لاره خپلوي باید قاچاقبرانو ته تر زر ډالرو پورې پيسې ورکړي. دوی لږ خواړه او د اغوستلو جامې لري.
په ساعتونو حتی ورځو ورځو پلی مزل د دې سبب کیږي چې د دغو کسانو پښې تڼاکې او ټپي شي. په دې لاره کې خو حتی یو شمیر کسان لادرکه یا خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
اوس ترکیه له ایران سره په سرحد کې ډیر نور داسې توقیفخانې جوړوي، له کوم ځایه چې به دغه مهاجر بیرته افغانستان ته ستنول کیږي.
تیره اونۍ ترکیې ۵۹۱ تنه افغان مهاجر چې اکثره یې ځوانان دي، له دغه هیواد څخه افغانستان ستانه کړل. ترکي چارواکو ویلي دي چې په زرګونو نور مهاجر به هم اخراج کړي.