د ایتوپیا لومړي وزیر د نوبل د سولې جایزه وګټله
۱۳۹۸ مهر ۱۹, جمعهد نوبل د جایزې پنځه کسیزې کمیټې، د جمعې په ورځ په اوسلو کې د سولې د جایزې د ګټونکې د اعلانولو پر مهال د ایتوپیا د لومړي وزیر ستاینه وکړه چې په خبره یې «له ګاونډي هیواد ایریتریا سره یې د سرحدي شخړې د حلولو په برخه کې» ډیرې هڅې کړې دي.
ایتوپیا او ایریتریا د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې تر کلونو تریتګلتیا وروسته، یو له بل سره اړیکې له سره پیل کړې. دواړو هیوادونو له ۱۹۹۸م کال څخه تر۲۰۰۰م کال پورې د سرحد پر سره یو له بل سره جګړه هم کړې وه.
ابي احمد د جایزې تر ګټلو وروسته وویل: «ډیره مننه. دا جایزه افریقا ته ورکړل شوې ده. دا جایزه ایتوپیا ته ورکړل شوې. زه تصور کولی شم چې د افریقا نور مشران به دا یو مثبت ګام وګڼي او زموږ په براعظم کې به د سولې د بهیر له پاره کار وکړي.»
د نوبل جایزې د کمیټي مشر بیریت رائیس اندیرسن، هیله څرګنده کړه چې دغه جایزه به ابی احمد د سولې او پخلاینې په مهم کار کې لا پیاوړی کړي.
(ms/nz (Reuters, AFP