1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

ګروسي: د اوکراین د اتومي انرژۍ کارخانه له کنټروله وتلې

۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د اتومي انرژۍ آژانس مشر خبرداری ورکړی چې په اوکراين کې د اروپا د اتومي انرژۍ تر ټولو لويه کارخانه «په بشپړه توګه له کنټروله وتلې ده». ګروسي کارخانې ته د متخصصانو د فوري ورتلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4F3Bv
Ukraine Kernkraftwerk Saporischschja
د اوکراین تر ټولو د اتومي انرژۍ تر ټولو ستره کارخانه، زاپوريږیاانځور: Dmytro Smolyenko/imago images

د اتومي انرژۍ سازمان عمومي مشر، رافايل ګروسي، د سه شنبې په ورځ اسوشتید پریس سره په يوه مرکه کې وويل چې د زاپوريږیا کارخانې وضعیت د هرې ورځې په تيریدو سره لا پسې خطرناکه کیږي.

نوموړې کارخانه د اوکراین په جنوب ختيځ انرهودار ښار کې واقع ده کوم چې روسي ځواکونو د مارچ مياشتې په اوايلو کې د جګړې تر پیل وروسته ډير ژر تصرف کړی دی.

د ملګرو ملتونو د اتومي آژانس مشر له اوکراین او روسېې څخه غوښتي چې د وضعیت د ثبات او د اتومي پيښې د رامنځ ته کیدو د مخنيوي له پاره دې په فوري توګه متخصيصينو ته اجازه ورکړي چې دغه ستر اتومي کمپلکس څخه لیدنه وکړي.

په کارخانه کې د خوندیتوب د اصولو نقض

هغه ويلي دي چې په دغه کارخانه کې د «اتومي خوندیتوب هر اصل نقض شوی دی». هغه زیاته کړه له دې ناحېې څخه رامنځ ته کیدونکی خطر «خورا جدي او نهایت دروند او خطرناکه دی.»

Österreich Sitzung IAEA-Gouverneursrat
د ملګرو ملتونو سازمان د اتومي انرژۍ د آژانس مشر، رافایل ګروسيانځور: Askin Kiyagan/AA/picture alliance

ګروسي یادونه وکړه چې په کارخانه کې د خونديتوب ډير موارد نقض شوي دي هغه هم د روسېې تر کنټرول لاندې حريم ته نژدې «په داسې يو ځای کې چې عملا په کې جګړه روانه ده.»

د ملګرو ملتونو سازمان دغه لوړپوړي چارواکي وويل چې په زاپوريږیا کارخانه کې فزيکي بشپړتيا رعایت شوې نه ده. هغه د جګړې په سر کې هلته د ګوليو باران ته اشاره وکړه چې بیا وروسته ېې دغه کارخانه اشغال شوه. هغه وويل له روسي او اوکرایني لورو څخه په ترلاسه شوو معلوماتو کې دواړو خواو پر يو بل، زاپوريږيا کارخانې باندې د حملې تورنه لګولي دي.

په کارخانه کې د تاوتريخوالي ادعاوې

ګروسي وويل چې په کارخانه کې «یو متناقض وضعیت» موجود دی. هغه زیاته کړه کارخانه د روسېې په کنټرول کې ده، خو د فعالیت ته ېې اوکرايني کارکونکي ادامه ورکوي چې دغه وضعیت په کارخانه کې د اصطکاک د نه مخنيوي وړ پيښو او د ادعا شوو تاوتريخوالو سبب واقع شوی دی.

د ګروسي په وینا څرنګه چې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان (IAEA) له ځېنو کارکوونکو سره په اړيکې کې دی، هغوی «معیوب» او «ټکول» شوي دي. هغه همدارنګه وويل چې د تجهیزاتو او پرزه جاتو د اکمالاتو بهیر ګډوډ شوی دی: «له همدې کبله موږ ډاډه نه یو چې کارخانه دې ټول هغه څه چې ورته اړتیا لري وشي کړی ترلاسه کړي.»

ګروسي وویل: «د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان همدارنګه ېوې ډيرې مهمې اروزنې ته اړتيا لري تر څو ډاډ ترلاسه شوی وي چې د ټولو اتومي موادو محافظت کيږي.»

د اتومي ناوړه پيښې ويره

Ukraine Kernkraftwerk Saporischschja
زاپوريږیا، د اوکراین تر ټولو ستره اتومي کارخانه ده چې کیدای شي ورته زیان واوړيانځور: Ukrinform

زاپوريږیا، د اوکراین تر ټولو ستره اتومي کارخانه ده چې کیدای شي ورته زیان واوړي. د روسېې له خوا د دغې کارخانې تصرف، یو ځل بیا د چرنوبيل فاجعې په څير ویره راتازه کړې ده. د چرنوبيل فاجعه د نړۍ تر ټولو ناوړه اټومي پيښه ده چې په ۱۹۸۶م کال کې د کيف شمال ته په شاوخوا ۱۱۰ کيلومترۍ کې رامنځ ته شوې وه.

ګروسي وويل: «ځکه خو زه له اولې ورځې ټينګار کوم چې هرومرو د امنيت او خوندیتوب د ارزونې له پاره هلته ولاړ شو تر څو هغه مرستې او ترمیماتي چارې ترسره کړو چې مخکې مو په چرنوبل کې ترسره کړې وې.»

ګروسي د اپریل په ۲۷مه چرنوبيل ته تللی وو. هغه پر ټويټر لیکلي ول چې د امنیت او خوندیتوب کچه د سور څراغ په څير ګل او روښانه کیږي.

سېمې ته د متخصصانو د تلو له پاره هڅې

خو هغه د سه شنبې په ورځ وويل چې د اتومي انرژۍ سازمان هغه وخت په چرنوبيل کې د «مرستې يو ماموریت» تنظیم کړی وو چې «تر اوسه پورې ډير ګټور واقع شوی دی.»

ګروسي وويل چې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان سخته اړتیا لري تر څو د زاپوريږیا کارخانې ته ورشي. خو هغه وويل د دغه کار له پاره هغه او ټیم يې محافظت او همدارنګه د روسېې او اوکراین له لورې بيړنيو همکاریو ته اړتیا ده.

رافایل ګروسي ډاډ څرګند کړ چې په دغه کارخانه کې د اتومي انرژۍ سازمان موجودیت به د دغې کارخانې پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالی مخه ونیسي. هغه وويل: «د همدې له پاره زه د یو نړیوال کارکونکي او د یو نړیوال سازمان د مشر په توګه له دواړو خواو غواړم چې پریږدي دغه ماموریت ترسره شي.»

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم: