د اټومي آژانس کارپوهان د اوکراین له اټومې بټۍ څخه لیدنه کوي
۱۴۰۱ شهریور ۷, دوشنبهد اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي مشر رفايل ګروسي، په تویتر کې لیکلي دي چې د نوموړي آژانس د کارپوهانو یو پلاوی په اوکراین کې د ژاپروژیا اټومي بټۍ وضعیت د څارنې په موخه ګمارل شوی دی. ګروسي لیکلي دي چې د نوموړي ټیم ماموریت د روانې اونۍ په پای کې ترسره کیږي.
په دغه تویت کې راغلي دي: «د ژاپروژیا د مرستې او ملاتړ ماموریت په لاره اچول شوی دی. مونږ باید د اوکراین او اروپا د تر ټولو سترو اټومي تاسیساتو له امنیت او خوندیتوب څخه ساتنه وکړو. ویاړو چې دا ماموریت چې د دې اونۍ په پای کې به ترسره شي رهبري کوو.»
یوه اونۍ مخکې د فرانسې او روسیې جمهور رئیسانو په تلیفوني خبرو اترو کې موافقه کړې وه، هر څومره ژر چې ممکن وي باید د نړیوال اټومي ادارې څارونکي د زاپوریژیا له اټومي تاسیساتو څخه لیدنه وکړي.
د اوکراین په سویل ختیځ کې د ژاپروژیا، د اروپا تر ټولو ستر اټومي بټۍ او د نړۍ یو له ۱۰ تر ټولو لویو ریاکتورونو څخه دی. د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې له پیلیدو وروسته په دغه بټۍ کې د یوه ستر ناورين رامنځته کیدو خطر په اړه اندېښنې موجودې دي.
اوکراین: د هر اوکرایني عسکر په بدل کې پنځه روسي عسکر وژل سوي
د یکشنبې (د اګست میاشتې په ۲۸ نیټه) په ماښام پر انرهودار ښار کې، چې د دې بټۍ په ګاونډ کې موقعیت لري، تازه توغندیز برید کې ۹ تنه ټپیان شوي دي چې د هغو له جملې څخه د دوو کسانو حالت د انديښنې وړ دی.
دغه بټۍ اوس د روسي ځواکونو له خوا نیول شوې ده. مسکو او کیف دواړه پر دغو اټومي بټیو د پرله پسې بریدونو خبر ورکوي او هر یو یې پر بل د برید پړه ور اچوي. اوکرایني چارواکي د ژاپروژیا اشغال د روسیې «اټومي باج اخیستنه» یا په اصطلاح بلیک میلنګ بولي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز