1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

د ايران يوې محکمې د يوه افغان مهاجر د اعدام حکم صادر کړی

۱۴۰۱ خرداد ۱۸, چهارشنبه

په ایران کې یوې محکمې هغه افغان کډوال ته د اعدام پرېکړه اورولې چې څه موده مخکې یې په مشهد کې پر درېو روحانیونو برید کړی و. په دغه برید کې دوه مذهبي مشران وژل شوي او بل زخمي شوی وو.

https://p.dw.com/p/4COya
Symbolbild Iran Hinrichtung
انځور: Loredana Sangiuliano/SOPA Images via ZUMA Press Wire/picture alliance

رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د ایران قضائیه قوې د سې ‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه افغان کډوال ته یې د اعدام سزا اورولې ده چې پر درېو شیعه مذهبه مشرانو یې برید کړی و.

د ایران د سترې محکمې ویاند مسعود ستایش په یوې خبري ناستې کې چې له یوه دولتي ویب سایټ هم خپرېده وویل: «د انقلاب محکمې دا شخص په اعدام محکوم کړ او وکیل یې د تجددید نظر غوښتنه کړې ده. قضیه د هېواد عالي دیوان ته استول شوې ده.»

چارواکو ویلي دي چې، بریدګر ۲۱ کلن ازبک افغان دی. هغه تر برید وروسته د شیعه‌ګانو په تر ټولو لویې ټولېدنې کې چې په مشهد کې وه، ونیول شو.

په ایران کې د ۱۹۷۹م کال د اسلامي انقلاب وروسته د امنیتي تدابیرو سختولو او د مخالفو ډلو د ټکولو په لړ کې بریدونه او بمي چاودنې د لسګونو ایراني چارواکو او مذهبي مشرانو د وژلو سبب شوي.

له هغې نېټې وروسته دا په خپل ذات کې پر روحانیونو تر ټولو خونړی بريد ګڼل کېږي.

تېره اونۍ هم د ایران په اصفهان کې یو لوړپوړی محافظه کار روحاني مشر د جمعې له لمانځه وروسته د یوه کس له لوري په چاقو ټپي شوی و.

په مشهد کې پر درو ایراني روحانیونو د یوه افغان کډوال له برید وروسته په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالي زور واخست. د ایران د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو له لوري د افغان کډوالو سره د زورزیاتي ګڼ شمېر رپوټونه خپاره شول، چې په نړیواله کچه یې غبرګونونه راوپارول.

په افغانستان کې هم د تشدد دغو پېښو غبرګونونه وپارول او د لاریونونو په ترڅ کې يې آن په کابل او هرات کې د ایران سیاسي استازولۍ هم تر بریدونو لاندې راغلې.

ځینو طالب چارواکو آن ایران ته خبرداری ورکړی و او د دغه هيواد سفیر یې احضار کړ؛ هاخوا ایران هم په تهران کې افغان سفیر احضار کړی و.

ایران هم تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پیل راهیسې ایران د تندرو افراطي ډلو پر نفوذ اندېښنه ښودلې او آن څو ځله د ایران او افغانستان پر پوله د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ نښتې هم شوي دي.

ایران ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پیلېدو وروسته په زرونو افغانان ورکډوال شوي، چې په دې سره په ایران کې د افغان کډوالو شمېر له پنځو میلیونو اوښتی دی.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل