1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران ولسمشر: «موږ له امريکا احترام غواړو»

۱۳۹۸ خرداد ۱۲, یکشنبه

د ايران ولسمشر، حسن روحاني، د اتومي لانجې په سر خبرو کې له متحده آيالاتو «احترام» غوښتی دی. روحاني ويلي چې هېواد يې خبرو ته پرانيستی نظر لري، خو د واشنګټن «په امر» نه.

https://p.dw.com/p/3Jcgo
Iran Teheran - Hassan Rouhani hält Ansprache zum "Army Day"
انځور: Getty Images/AFP

روحاني د ايران د حکومت په رسمي صفحه کې دغه څرګندونې کړې دي. د هغه په خبره «موږ تر اوسه ښودلې ده چې هيڅ زورواکي ځواک ته نه تسليميږو.» د هغه په خبره بايد دواړه لوري «له احترام او د نړيوالو حقوقو په چوکاټ کې» سره ګډې ناستې ولري. د واشنګټن او تهران تر منځ ترينګلتيا په دې وروستيو کې ډېره زياته شوې وه. له ايران او ايران پلوو مليشو څخه متوجه ګواښ ته په اشارې سره واشنګټن د می مياشتې له پيل راهيسې د خليج په سیمه کې خپل حضور زيات کړی دی. د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي چې د «حد اکثر فشار» ستراتيژۍ د لارې ايران د خپل اتومي پروګرام او سيمه يز سياست په سر خبرو اترو ته مجبور کړي. 

Donald Trump in Japan
د جاپان صدراعظم شينزو ابې او د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپانځور: picture-alliance/dpa/Newscom

جاپان غواړي چې منځګړتوب وکړي

د همدې دليل له مخې د جاپان صدراعظم شينزو ابې د يوې رسنۍ د خبر په اساس د روانې مياشتې په نيمايي کې ايران ته يو سفر پلان کړی دی. د «ماينچي شيمبون» په نوم ورځپاڼې د يکشنبې په ورځ خبر ورکړی چې ابې د جون له ۱۲مې تر ۱۴مې پورې ايران ته ځي او غواړي چې له ولسمشر روحاني او د ايران له روحاني مشر ایت الله علي خامنه يي سره په ليدنو کې د دواړو هېوادونو تر منځ منځګړتوب وکړي. د اوونۍ په پيل کې اترمپ د جاپان په پلازمېنه توکيو کې له ابې سره د خبرو په موخه ليدلي ول. 

AFP/NS/AWA