د ايران او اسپانيا ترمنځ لوبي انځورونه
ايران چي د فوټبال د نړيوال جام سياليو په B گروپ کې لومړۍ لوبه له مراکش څخه يو پر صفر گټلې وه، د چهارشنبې په ماښام ئې يو پر صفر پر اسپانيا بايلوده. د لوبي انځورونه
ايران په B گروپ کي د چهارشنبې په ماښام خپله دوهمه لوبه له اسپانيا سره لرله.
د دغي لوبي نندارې ته د روسيې په کازان لوبغالي کي ۴۲زره نندارچيان راټول سوي ول. دلته د اسپانيا لوبډلي مينوالو د نورو پام ځان ته اړولی وو.
خو بیا هم په لوبغالي کي د ايران نندارچيان ډير ول.
په لوبغالي کي ډيرو فکر کاوه چي ايران به دا لوبه وگټي.
د ايران ملي لوبډله.
د اسپانيا ملي لوبډله.
د لوبي له پيله اسپانيا کوښښ کاوه چي ايران ته گول ورکړي.
د لوبي په لومړۍ نيمايي کي اسپانيا د ايران پر گول څو حملې وکړي، خو نتيجه ئې نه لرله.
د لوبي په لومړۍ نيمايي کي بيا هم کوم گول ونه لگېد.
لوبيه ډيره توده روانه وه.
اسپانيا چي د لوبي په دوهمه نيمايي کي لوبه نوره هم تيزه کړه او خپلو حملو ته ئې دوام ورکړ. د لوبي په ۵۴ دقيقه کي د ايران گول ته توپ ننوت او لوبه يو پر صفر د اسپانيا په گټه روانه وسوه.
گول د ديگو په نوم وليکل سو.
د اسپانيا تر گول وروسته ايران له دفاعي حالته راووت او تعرضي لوبه ئې پيل کړه. ايران هم يو گول ولگاوه خو حساب نه سو.
ايران د لوبي په دوهمه نيمايي کي د گول لگولو څو چانسونه لرله، خو بخت ورسره ياري و نه کړه.
ايران ډير خطرناکي حملې وکړي.
د لوبي په ۸۲ دقيقه کي ايران د گول لگولو ډير ښه چانس لاره، خو بيا بخت ورسره ياري و نه کړه او توپ تر ټمبې واوښت.
لوبه بالاخره اسپانيا يو پر صفر وگټله او په B گروپ کي تر پرتگال وروسته دوهم ځای ونيو.
د ايران ترينر کارلوس تر لوبي وروسته خپل لوبغاړي وستايل، ځکه هغوی د اسپانيا لوبډلي پر وړاندي ډيره ښه لوبه وکړه. د ايران وروستۍ گروپي لوبه به له پرتگال سره وي.