د ايتاليا پر حکومت د بشري حقونو د سازمانونو نيوکې
۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبهاعلان
تر دې مخکې د ايټاليا حکومت د يکشنبې په ورځ د آلمان د بشري مرستو يوې کښتۍ ته د سيسيل بندر کاتانيا ته د ننوتلو اجازه ورکړه. په بیړۍ کې د ۱۰۰ ماشومانو په ګډون چې هيڅ بالغ سرپرست یې نه درلود، ټول کابو ۱۸۰ کسان سپاره وو. د کورنیو چارو وزیر ماتیو پیانتیدوسي د جمعې په ورځ وویل، چې کښتۍ به یوازې د کوچنيانو کښته کولو او د بیړني طبي پاملرنې ته اړتیا لرونکو له پاره مرستي وړاندي کړي. ویل کیږي د بيړۍ په مسافرينو کي تر ټولو کوچنی ماشوم اوه میاشتې عمر لري. د راپورونو له مخي د احتمالی اوامرو سربیره هم د کښتۍ کپتان د بندر څخه له وتلو ډډه کړې ده.