روسیې هایپرسونیک توغندی کارولی؛ زيلنسکي وايي خبرو ته تیار دی
۱۴۰۰ اسفند ۲۸, شنبهد اوکراين ولسشمر، ولادیمیر زيلنسکي ويلي دي چې تر اوسه ۱۴ زره روسي سرتيري په جګړه کې وژل شوي دي او په لسونو زره کسان ټپیان شوي دي. زيلنسکي یو ځل بیا د جنګ د فوري پای غوښتونکی شو او وې ويل چې «د اوکراین وړاندیزونه د میز په سر دي.» دا په داسې حال کې ده چې مسکو د اوکراین د ماريوپل مهم بندر په اطرافو کې د «د حلقې ټينګولو» خبره کړې ده.
زيلنسکي د روسيې د ولسمشر ولاديمیر پوتین پرونۍ وینا ته چې د مسکو په لوژنيکي استديوم کې يې درلوده غبرګون وښود. د پوتین دغه وینا د کریميا د اشغال د اتم کال په مناسب وه. روسي سرچینو ويلي وو چې دغې وینا له پاره ۱۰۰ زره کسان د ستدیوم مخې او ۹۵ زره د ستديوم په داخل کې حضور درلود. زيلنسکي دغه شمیر کسانو ته په اشارې وويل، تاسو د ستديوم په کسانو کې ۱۴ زره جسدونه او په لسونو زره ټپیانو او معلولو د ورزیاتیدو تصور وکړئ. دا ټول تلفات د روسېې د جګړې له پیل تر اوسه دي.» خو خپلواکه سرچیني نه شي کولای د دغو ارقامو صحت وڅيړي او تائید یې کړي.
روسېې د لومړي ځل له پاره هایپرسونيک میزایل کارولی
روسيې ويلي دي چې د لومړي ځل له پاره يې په اوکراین کې د خپلې پوځي حملې په جریان کې تر ټولو وروستی ماډل هايپرسونیک توغندی، کيزهال (Kinzhal) استعمال کړی دی. دغه توغندي کولی شي تر غږ چټک سرعت سره خپل هدف په نخښه کړي.
د روسېې د دفاع وزارت ویاند، ایګور کوناشینکوف، وويل چې دغه توغندي په ایوانو-فرانکیفسک سیمه کې د اوکرايني ځواکونو د ځمکې لاندې يوه پوځي زیرمه چې د اوکرايني ځواکونو توغندي او د هوايي ځواک مهمات په کې ساتل کیدل، له منځه وړې ده. کوناشینکوف دغه راز وويل چې د روسيي ځواکونو، د تورې بحیرې اودیسا بندر ته نژدې د اوکرايني ځواکونو باندې د کښتیو ضد توغندیو سیستم (Bastion) هم کارولی دی.
رپوټ زیاتوي چې روسيې له دغه سیستم څخه په لومړي ځل په ۲۰۱۶م کال په سوریه کې د خپل پوځي کمپاین پر وخت کار اخیستی وو.
چین ته د امريکا خبرداری
د امریکا ولسمشر، جو بایدن، د چین ولسمشر، شي جینګ پينګ ته د «عواقبو» خبرداری ورکړ. سپينې ماڼۍ ويلي دي چې دغه عواقب کیدای شي تحریمونه وي البته په هغه صورت کې چې چین پر اوکراین باندې د روسيې یرغل څخه په ملاتړ روسېې ته تجهیزات ورکړي. دواړو مشرانو د اوکراین بحران ته د ديپلوماتيکو حل لارو غوښتنه کړې ده. په رپوټ کې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. د اوکراین بحران په خپلې څلورمې اوونۍ کې قرار لري.
د ماشومانو تلفات
د اوکراين څارنوالۍ دفتر د شنبې په ورځ وويل چې تر اوسه پورې د دغه هیواد په جګړه کې ۱۱۲ ماشومان وژل شوي دي. دغه دفتر همدارنګه په تيلګرام کې ويلي دي چې ۱۴۰ ماشومان ټپیان شوي هم دي. خو رويټرز چې د اوکراین له لوفیف څخه يې دغه رپوټ وکړی، وايي چې دغه ارقام په خپلواکه توګه تائيدولی نشي.
بل خوا د ملګرو ملتونو سازمان د حقونو دفتر رپوټ ورکړی چې د ۸۱۶ ملکیانو وژل تائيد کړي دي. دغه سازمان تر دې مخکې په خپلو رپوټونو کې ويلي دي چې دوی په اوکراین کې د تلفاتو ارقام د ډيرو دقیقو څيړنو په نتیجه کې ترلاسه او تائيدوي.
د اوکراین په خرسون کې د جګړې دوام
د اوکراین سويلي ښار خرسون ته نژدې د چورنوبایفکا هوايي اډه لا هم د سختو جګړو مرکز دی. اوکرایني ځواکونو د شپږم ځل له پاره د خرسون په هوايي اډه کې د روسيي پر پوځيانو باندې حملې کړي دي او ویل شوي چې هغوی ته يې درانه تلفات اړولي دي. اوکرایني ځواکونو تر دې مخکې هم ادعا کړې وه د بې پيلوټه پوځي الوتکو په حملو کې يې په لسونو چورلکې او د قوماندانۍ يو پوسته له منځه وړې وه.
په اوکراین کې د قحطۍ خبرداری
د اروپا کمیسیون په اوکراین کې د قحطۍ رامنځ ته کيدو خبرداری ورکړی دی. د اروپايي اتحاديې د بحران د مدیریت کمیسار، یانتس لنارچیچ آلمانۍ ورځپانۍ «ولت ام زونتاګ» ته وویل چې د اوکراین په محاصره شوو ښارونو کې خلک خواړه او اوبه نه لري او له دغه ښار څخه د وتلو هيڅ لاره هم نشته ده. دغه اروپايي چارواکي ويلي دي چې په اوکراین کې انساني فاجعه ښايي لا پسې بدتره شي.
د ملګرو ملتونو سازمان د خوراک آژانس بیا خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د خوراکي موادو د اکمالاتو بهیر د له منځه تلو په حال کې دي او دا به په ټوله نړۍ کې «جانبي لوږه» باندې تمام شي.
د مهاجرت لړۍ سسته شوې
د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره وايي چې د اوکراین په سرحدونو کې د مهاجرت بهیر سست شوی دی، خو زیاتوي چې که چیرته د اوکراین په لویديځ کې وضعیت خراب شي دغه بهیر به بیرته چټک شي. دغه سازمان وايي تر اوسه له اوکراین څخه څه باندې ۳ میلیونه کسان وتلي او ۲ میلیونه نور بیا دننه په هیواد کې بيځایه شوي دي. د اوکراین په لوهانسک کې ځايي چارواکو ويلي دي چې د ملکیانو د تخلیې پروګرام له پاره د شنبې ورځې په سهار (د مارچ ۱۹مه) بشري کوریدورونه یا امن لارې خلاصې شي.
آلمان اوکراین ته ۲ زره جنراتورونه ولیږل
د آلمان د اقتصادي همکاريو او پراختیا وزيرې، سونیا شولتڅ، اوکراین ته د مرستو د لیږد خبر ورکړی دی. په دغو مرستو کې د اطفائېې ۲۱ موټر، دوه زره د برق جنراتورونه، د ژغورنې تجهیزات، خیمې او چريکي بسترې شاملې دي. د میرمن شولتڅ په خبره، په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ هم کې هم په نهو ټيلري لاریو کې د اور وژنې لوی تجهیزات او ۱۶۰۰ تنفسي دستګاوې اوکراین ته واستول شي.
آ/م.ک.ص / خ. ح