د اوکراین د ولسمشر موټر ټکر کړی دی
۱۴۰۱ شهریور ۲۴, پنجشنبهد اوکرایني چارواکو په خبره، د زیلنسکي موټر په کیف کې ترافیکي حادثه کړې چې پکې د چارواکو په خبره په خپله ولسمشر په جدي ډول ټپي شوی نه دی.
د زیلنسکي ویاند سیرهي نیکي فوروف د فسبوک په یوه پوسټ کې د یادې ترافیکي پیښې په هکله لیکلي: «ولسمشر د یوه ډاکټر له لوري وکتل شو او هیڅ جدي ټپونه ونه موندل شول.» د زیلنسکي ویاند زیاته کړې چې له ولسمشر سره مل طبي ټیم په ټکر کې ښکیل بل موټر چلوونکي ته لومړني طبي خدمات وړاندې کړي دي. نوموړي د یادې ترافیکي پیښې د ځای او وخت په هکله ډیر جزئیات نه دي ورکړي.
تر دغې ترافیکي پیښې څو ساعتونه مخکې یعنې د چهارشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر زیلنسکي د اوکراین په ازیوم ښار کې د اوکراین بیرغ پورته کړ، هغه ښار چې په دې وروستیو کې اوکرایني ځواکونو له روسیې ځواکونو څخه بیرته آزاد کړی.
ازیوم د اوکراین د شمال شرقي خارکیف ښار کې موقعیت لري چې د دونڅک ښار ته نیږدې پروت دی. دغه ښار د روسیې له پاره ستراتیژیک ارزښت لري چې اوس بیرته د اوکرایني ځواکونو په ولکه کې دی.
په خپرو شویو انځورونو کې د واکراین ولسمشر زیلنسکي لیدل کيږي چې له یو شمیر هغو تعرضي سرتیرو سره روغبړ کوي چې د دې ښار په بیرته نیولو کې یې نقش درلود. دغو اوکرایني ځواکونو په دې وروستیو کې یو شمیر سیمې له روسي ځواکونو څخه بیرته نیولي دي.
زیلنسکي په دغو مراسمو کې د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې موږ یوازې یوه لوري ته روان یو – مخ پر وړاندې تر بریا پورې.