1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين شخړه او قطر ته ديپلوماتيک او اقتصادي فرصتونه

۱۴۰۰ اسفند ۲۹, یکشنبه

پر اوکراين د روسيې يرغل د ګاز صاردوونکي هېواد قطر له پاره ديپلوماتيک او سوداګريز امکانات برابر کړي. قطر پر لويديځ انرژي خرڅوي او په افغانستان او نورو ځايونو کې د واشنګټن مهم متحد دی.

https://p.dw.com/p/48k79
USA Washington | Treffen von Antony J. Blinken und Mohammed bin Abdulrahman Al Thani
انځور: Olivier Douliery/REUTERS

په داسې حال کې چې قطر د خليج له نورو هېوادونو سره ترينګلې اړيکې لري، د دغه هېواد ارتباطات د امريکا له متحده آيالاتو سره پياوړي شوي دي. قطر اوس وړانديز هم کړی چې اروپا ته به زيات ګاز صادر کړي په داسې حال کې چې د روسيې ګاز نور په هغه پخوانۍ کچه اروپا ته نه رسيږي.

قطر همداراز د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د لويديځ اړيکې آسانوي او په دې توګه د افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو ترمنځ د ارتباطي هیواد نقش لوبوي.

قطر د اوکراين په کړکېچ کې تر ډېره بې طرفه موقف غوره کړی دی، خو دې ته يې اشار هم کړې ده چې د لويديځ سياسي او اقتصادي ملاتړ ته چمتو دی. ډېری اروپايي هېوادونه په بيړې سره د روسيې ګازو ته يو بديل لټوي. قطر وړانديز کړی چې په راتلونکي کې به اروپا ته ګاز ولېږدولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو برعکس د نفتو د اخراج زياتول رد کړي دي څو د اوکراین د کړکېچ له کبله د اومو تېلو د بيې د چټکې لوړېدنې مخه يو څه ونيول شي. دغه دوه مخکښه عربي او خليجي هېوادونه چې د کلونو راهيسې يې غوښتل قطر منزوي کړي، له واشنګټن سره په دې وروستيو کلونو کې يو څه خړ پړ روابط لري چې يو دليل يې د متحده آيالاتو له خوا د خليجي متحدينو سره د امنيتي تضمينونو په اړه اندېښنې دي.

په دې ترڅ کې قطر چې د متحده آيالاتو د يوې تر ټولو لويې پوځي اډې کوربه دی، تېره مياشت د امريکا له ناټو څخه دباندې يو اصلي متحد وټاکل شو. دغه مقام هیڅکله هم نه عربي متحده اماراتو او نه سعودي عربستان ته هم ورکړل شوی وو.

ټاکل شوې چې قطر به د ايران په اتومي خبرو اترو کې هم يو مهم رول ولوبوي چې د تهران او واشنګټن تر منځ يې پيغامونه يو او بل اړخ ته سره لېږدولي دي.

Katar | Ebrahim Raisi trifft Emir Tamim bin Hamad Al Than
قطر له ايران سره په خبرو اترو کې هم مهم نقش لريانځور: Qatar News Agency/AP/picture alliance

په عین حال کې د دوشنبې په ورځ د قطر د بهرنيو چارو وزير، شيخ محمد بن عبدالرحمان الثاني، له خپل روسي سيال، سرګي لاوروف، سره وليدل. خبرې په دې باندې وشوې چې د ايران د يوې اتومي موافقې په وړاندې خنډونه بايد لېرې کړل شي. دغه خبره يوې باخبره سرچينې د رويټرز خبري آژانس ته کړې ده. مسکو ته تر خپل سفر يوه ورځ مخکې، شيخ محمد الثاني، د امريکا له بهرنيو چارو وزير، انتوني بلينکن، سره هم غږېدلی وو. همداراز يې په جرمني او فرانسه کې هم له خپلو سيالانو سره کتلي ول. دغه هېوادونه د متحده آيالاتو، بريتانيا، چين او روسيې تر څنګ د ايران په خبرو اترو کې ګډون لري. 

قطر د دې تر څنګ چې د مايع طبيعي ګاز يو تر ټولو ستر توليدونکی هېواد دی، د نړۍ يو تر ټولو شتمن هېواد هم دی. په دغه عربي هېواد کې څه کم درې ميليونه وګړي اوسيږي چې ۸۵ سلنه يې بهرني کارګران دي. په نړيواله ديپلوماتيکه صحنه کې قطر د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې مرکزي رول لرلی دی چې په پايله کې يې په ۲۰۲۰ کال کې د متحده آيالاتو د ځواکونو وتلو ته زمينه برابره کړې ده. قطر د غربي هېوادونو او د طالبانو په مشرۍ حکومت تر منځ يو مهم رول لوبوي چې افغانستان ته د لويديځ د ديپلوماتيکو ماموريتونو کوربه دی او آن چارواکي يې په الوتکو کې کابل ته رسوي. قطر د دې تر څنګ د کابل هوايي ډګر په مديريت او کنترول کې هم مرسته

کوي.

ن.ص./خ.ح.(رويټرز)