د امیدواره ښځو له پاره ګټور ورزشونه
د حامله ښځو له پاره د امیدوارۍ پر مهال ورزش یا حرکت ډیر ګټور دی. که څه هم امیدواره ښځي باید د رزمي ورزشونو او سیکي په شان خطر لرونکو ورزشونو څخه ډډه وکړي، خو کوم ورزشونه دوی ته ګټور او حتی ضروري دي؟
د امیدوارۍ پر مهال ښځو ته ورزش کول ډيره ګټه رسوي. خو دغه ښځې باید له رزمي او هغو ورزشونو څخه ډډه وکړي چې په هغو کې د لویدو خطر موجود وي، لکه سيکي، سکیټ، آس ځغلونه او داسي نور.
د امیدواره ښځو ورزش جنین او ماشوم ته یې هم ګټه رسوي. د جنین د زړه ضربان په یوه دقیقه کې ۱۴۰ وي، خو ازموینو ښودلې ده چې د ورزشکاره امیدواره ښځو د جنین د زړه ضربان فریکونسي په یوه دقیقه کې ۱۶۰ ته رسیږي. په حقیقت کې هغه امیدواره ښځی چې ورزش کوي له خپلو ماشومانو سره ورزش کوي چې دا یې د ماشوم د راتلونکي له پاره هم ګټور تمامیږي.
د امیدوارۍ پر مهال هر ډول ورزش باید نه یوازي د ښځې له جسمي وضعیت، بلکي د امیدوارۍ له مرحلې سره هم مطابقت ولري. په لومړیو درو میاشتو کې ښځي زړه بدوالی لري او له ورزش سره لږ میلان ښکاره کوي، خو له ۴ څخه تر ۶ میاشتو پوري بیا په اسانۍ سره ورزشي حرکتونه کولی شي.
د ګیډي یا نس حرکتونه د امیدواره ښځو له پاره ډیر ګټور دي. آلماني داکتران د دغو حرکتونو د ترسره کولو سپارښتنه کوي. دغه منظم حرکتونه د ملا، ګیډي، ورنونو او لگن خاسرې عضلې تقویه کوي.
د یوګا ورزش حرکتونه د ماهیچه ډوله عضلانو په پیاوړي کولو کې مرسته کوي. خو مهمه خبره دا ده چې د تنفسي تخنیکونو زده کړه د ماشوم د زیږیدو پر مهال د درد له زغملو سره ډیره مرسته کوي.
په آلمان کې د روغتیا بیمي یو شمیر شرکتونه د امیدوارۍ پر مهال ښځو ته د یوګا ورزشي کلاسونو لګښتونه ورکوي. یوګا کولی شي د حامله ښځو د شترس په کمښت کې مرسته وکړی. یوګا د ملا درد په کمولو او د بدن د حرکاتو په منظم کولو کې هم مرسته کوي.
د امیدوارۍ پر مهال د ښځو بدن ته لږ اکسیجن رسیږي. په دې مرحله کې باید تر اندازې ډیر ورزش ونه شي کوم چې د ډیري ستړتیا سبب شي. په دې وخت کې باید نبض کنترول کړئ. که د نبض ضربان په یوه دقیقه کې تر۱۴۰ ډیر شو باید ورزش بند او استراحت وکړئ.
ځيني ساده حرکتونه او د سپکو وزنونو منظم ورزش د بدن او ملا د پیاوړې کیدو سبب ګرځي. د دا ډول حرکتونو له پاره منظم تنفسي تکتیکونه ډیر مهم دي.
د امیدوارۍ پر مهال د ښځو له پاره بایسیکل چلول ډیر ګټور ورزش دی. خو په وروستیو میاشتو کې د ګیډې د غټوالي له امله د خپل توازن ساتل مشکل وي، نو له دې امله بهتره ده چې په کور کې د ساکن بایسیکل ډوله ماشينونو څخه کار واخیستل شي.
که څه هم منډې وهل د یو شمیر امیدواره ښځو له پاره ډیر مشکل وي، خو پیاده ګرځیدل ورته ډیره ګټه رسوي.
ډاکتران سپارښتنه کوي چې د ۳ یا ۴ میاشتني امیدوارۍ پر مهال جمناستيکي حرکتونه ډیر ګټور دي، خو مخکې تر دې باید په نرمشي حرکتونو بدن ښه ګرم شي. دا حرکتونه بیا وروسته د ماشوم د زیږیدو پر مهال ډیره مرسته کوي.
امیدواره ښځي باید متوجه اوسي چې د ورزش پر مهال د سرګرځېدني، نفس تنګۍ، خونریزۍ، په لاره تګ کې د ستونزې او درد د احساس پر مهال په بیړه ورزش بند او د مشکل د دوام په صورت کې داکتر ته مراجعه وکړي.