د امنيت شورا غړو افغانستان ته سفر وځنډاوه
۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبهملګرو ملتونو ترهغه وروسته له خپلي دې پریکړي څخه دفاع وکړه چي ځینو دیپلوماتانو پر دې پریکړي باندي په خصوصي ډول اعتراض وکړل. د دې سازمان د امنیتي ادارې مشر ګریګوري ستار، د امنیت شورا غړو ته سپارښتنه کړې وه چې په راتلونکو څو اوونیو کې دي د امنیتي اندیښنو له کبله افغانستان ته سفر نه کوي.
خو ټولو دیپلوماتانو د ستار پر سپارښتني باندي نیوکي و نه کړي. د هغو دیپلوماتانو له ډلي څخه چې افغانستان ته ئې سفر پلان شوی وو ځینو ئې د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د ستار پر سپارښتنو باندي پوره باور لري.
د دغو دیپلوماتانو په خبره دا به غیر عاقلانه کار وي چې د ستار له خوا د افغانستان د امنیتي وضعیت څیړنه جدي و نه نیول شي.
د ملګرو ملتونو ویاند فرهان حق، ویلي دي چې د امنیت شورا دیپلوماتانو ته د افغانستان په هکله امنیتي سپارښتنه د «تر ټولو ښو معلوماتو» پر اساس شوې وه. هغه ویلي دي: «موږ د (امنیتي) سپارښتنو ملاتړ کوو او نور جزئیات به ورنه کړو.»
ملگرو ملتونو له ۲۰۰۱ کال راهیسي د افغان حکومت ملاتړ کړی دئ. د وروستي ځل له پاره د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو پوځي عملیات د یوه بل کال له پاره هم وغځول. ملگري ملتونه هم په افغانستان یوه ځانگړې اداره لري چې یوناما نومیږي.
د دې ادارې مشر جان کوبز ویلي دي چې نړیواله ټولنه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه ويلي دي چي د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې افغانستان ته د دې شورا د غړو د کلکو ژمنو شاهد وو. هغه همداراز وویل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان حکومت سقوط و نه کړي.
په پلان کې ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري ووځي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي. د کړکېچ نړیوال سازمان د رواني اوونۍ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان په ټاکنو کې چې په ۲۰۱۴ کال کې تر سره کیږي درغلی وشي، کیدای شي چې د دغه هیواد حکومت سقوط وکړي. خو ملگرو ملتونو او افغان حکومت دغه خبره په کلکه رد کړه.
تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ناټو په افغانستان کې یوازې د افغان ځواکونو په روزنه بوخته وي. خو روسیې ویلي دي چي که د ناټو دغه عملیات هم د ملگرو ملتونو له خوا تصویب نه شي نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له ناټو سره د افغانستان په برخه کې همکاري و نه کړي.
د ناټو یوه چارواکي هم د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دا به ډيره ښه خبره وي چې که تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د ناټو روزنیز عملیات د ملگرو ملتونو له خوا تصویب شي.
مسعود جهش (رویترز، اې پي اي)
کتونکی: نجیب الله زیارمل