سياستامریکا متحده ایالات
د امریکا مقدماتي انتخابات؛ د ترمپ مشهوري منتقدې ماته وخوړه
۱۴۰۱ مرداد ۲۶, چهارشنبهاعلان
د امریکا د پخواني ولسمشر مرستيال دیک چیني لور د ترمپ له خوا ملاتړ کوونکي کاندیدي، هاریت هاګه مېن په مقابل کي انتخابات بایلوله.
په دې سره نو ۵۶ کلني چیني په کانګرس کي هم خپله چوکي له لاسه ورکړه. د انتخاباتو تر بایللو وروسته چیني په هم هغه ماښام ټینګار وکړ، چي د «ټولو هغو امکاناتو» څخه به کار واخلي، د کوم په وسیله چي سپیني ماڼۍ ته د ترمپ د بیرته راتګ مخنیوی کوي.
ښی اړخې عوام پاله هاریت هاګه مېن، چي په ۲۰۲۰ م کال کي ناکامه سوې وه، غواړي په ۲۰۲۴ م کي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته بیا ځان کاندید کړي.