د امریکا حکومت چین ته لوړ رتبه هئیت لیږي
۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبهد چین او امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیسانو، شي جین پینگ او جو بایدن تر لیدني کتني یوه میاشت وروسته انتظار کیږي، چي د پیکینگ څخه د امریکا د حکومت د یوه لوړ رتبه هئیت کتنه به د نړۍ د دغو دواړو لویو اقتصادي قدرتونو ترمنځ تشنج راکم کړي.
لکه څنگه چي د امریکا د متحده ایالاتو خارجه وزارت پرون شنبه په واشنگټن کي خبر ورکړ، چین ته په تلونکي دغه هئیت کي به د امریکا د شرقي اسیا - پاسفیک کمیسار، دانییل کریتنبرینک او د ملي امنیت له شورا څخه د چین -تایوان کمیساره، لورا روزنبیرگر شامل وي چي د نن یکشنبې څخه به د چین تر څنگ د جنوبي کوریا او جاپان څخه تر راتلونکي چهارشنبې ورځي پوري ملاقاتونه وکړي.
د دغو دواړو هیوادونو تر منځ مناسبات خړ پړ دي. د دوی تر منځ په شخړه ایزو مسایلو کي د تایوان سره د چلند، د شمالي کوریا د اټومي پروگرام څخه د چین ملاتړ او د امریکا په متحده ایالاتو کي د چین د تکنالوژیکي صادراتو محدودیتونه شامل دي.