د امریکا جمهوري غوښتونکو په استازو مجلس کي اکثريت تر لاسه کړ
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو دوره يي انتخابات د اپوزیسیون گوند جمهوري غوښتونکو له پاره لږ بریالي ول. که څه هم له دغو دوره يي ټاکنو څخه د حاکم گوند د مجازاتو له پاره په عنعنوي ډول گټه اخیستل کیږي، خو بیا هم جمهوري غوښتونکو لکه څنگه چی یې تمه کیدله هغه شان نه سول.
د ولسمشر جو بایدن دیموکرات گوند وکولای سول خپل اکثریت په سنا مجلس کي وساتي. له همدې کبله د جمهوري غوښتونکو له پاره ډیره مهمه ده چي وې کولای سول د استازو په مجلس کي اکثریت ته لاس رسی پیدا کړي.
تر ټاکنو یوه اونۍ وروسته، رای شمېرني او اټکلونه ښيي چي جمهوري غوښتونکو د استازو په مجلس کي د خپلی اړتیا وړ ۲۱۸ چوکۍ په لاس راوړي دي. په دې ډول د بایدن او د هغه د گوند د برنامو پر مخ بیول تر ډېره زیاته ستونزمن کیږي، دا ځکه چي د بودیجې او مالیاتو د قوانینو طرح د استازو د مجلس په لاس ده او دغه مجلس کولای سي د حکومت د قانوني طرحو په وړاندي خنډ رامنځته کړي.
په همدې اړه د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ گوند مخکي گواښ کړی وو چي د اوکراین له پاره دي ډېره قرضه او مالي مرستي بندي کړي. علاوه پر دې اوس اپوزیسیون کولای سي د بایدن او د هغه د اعتماد وړ کسانو په وړاندي پارلماني پلټني پيل کړي.
د نانسي پلوسي د کار پای
د استازو په مجلس کي د جمهوري غوښتونکو د گوند مشر کوین مک کارتي، مخکي له دې د دغه گوند له خوا د مجلس د ریاست د کاندید په توگه ټاکل سوی دی. په دې ډول د استازو په مجلس کي له دیموکرات گوند څخه د نانسي پلوسي ریاست پای ته رسیږي.
خو جمهوري غوښتونکي د سنا په مجلس کي پرته له اکثریت څخه نه سي کولای د بایدن د برنامو سره په تضاد، د مثال په ډول د سقط جنین او یا هم چاپیریال ساتني په اړه قوانین تصویب کړي. هغوی نه سي کولای د قاضیانو، سفیرانو او یا هم حکومتي استازو د انتصاب مخنیوی وکړي.
د دیموکراټانو له پاره ښه پايلي
په دوره يي انتخاباتو کي، د استازو مجلس ټولو ۴۳۵ چوکیو او د سنا د دوه پر دریمي برخي چوکیو له پاره نوي استازي وټاکل سول. د ځینو ایالتونو له پاره نوي والیان وټاکل سول.
د رایو شمیرني د دغه هیواد په ځینو برخو کي د دیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو د کاندیدانو د ډیرو نیژدو نتایجو او په ځینو ایالتونو کي د خاصو قوانینو له امله ډېر وخت نیسي.
د امريکا منځمهاله ټاکنې: هغه څه چې په اړه یې باید وپوهيږئ
جمهور رئیس بایدن په دا وروستیو کي د داخلي سیاست له امله تر انتقاد لاندي راغلي، په ځانگړي ډول د تیلو مخ پر زیاتیدونکې لوړي بیې د خلکو په منځ کي نارضایتي رامنځته کړې ده. د نظر پوښتنو له مخي داسي ګڼل کېده چې په دوره يي انتخاباتو کي به جمهوري غوښتونکي د پام وړ بریالیتوب ولري، خو هغسي و نه سول.
GP/NZ/DW.Online